نواب شاہ۔19جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په نواب شاه كښې خپلې پلارنۍ مقبرې بالو جا قبا ته لاړو او دغلته يۍ د خپل مور پلار قبرونو ته حاضري وكړه۔ ده په قبرونو د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت آصف علی زرداری د خپلې مور بېګم بلقیس سلطانه او پلار حاکم علی زرداری په قبرونو فاتحه خواني وكړه۔ صدر مملكت په بالو جا قبا قبرستان كښې د نورو خپلوانو په قبرونو هم ګلونه واچول۔ ده په دې موقعه ارواښادو له د بخښنې دعا وكړه۔ صدر مملكت سره خپله خور فريال تالپور هم په دې موقعه موجود وه۔