اسلام آباد 10 اکتوبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي په امن ناك او سازګار ماحول كښې به پاكې ٬سپيځلې او غېر جانبداره ټاكنې باوري كولې شي۔دا خبره ده د نهې په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي٬د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي او سينئر سياستمدار فرح عظيم شاه سره په ملاقات كښې په خبرو كښې كړې۔په ملاقات كښې د ټاكنو پشمول د بلوچستان په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔مرتضٰی سولنګي ووئېل په پرامن او سازګار ماحول كښې به پاكې٬سپيځلې او غېر جانبداره ټاكنې باوري كولې شي۔ده ووئيل د بلوچستان پرمختګ او خېرښېګړه د لنډ مهاله حكومت ذمه واري ده٬د بلوچستان پرمختګ نه غېر د پاكستان پرمختګ نامكمل دے ۔فرح عظيم شاه لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې په اقدامات د باور څرګندونه وكړه او د لنډ مهاله حكومت معاشي او انتظاميې پالېسۍ هم وستائېلې
په امن ناك او سازګار ماحول كښې به پاكې ٬سپيځلې او غېر جانبدارانه ټاكنې باوري كولې شي۔د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي فرح عظيم شاه سره خبرې
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا