اسلام آباد 25جون(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د مېرمنو شموليت نه بغېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې٬ځوانانو او مېرمنو ته صلاحيت وركولو ته پام لرنه كوو ٬په آبادۍ قابو موندلو لپاره به پروګرام وړاندې كوو او د دې ټول اثرات به په مېرمنو هم راځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د مېرمنو صحت بهترۍ لپاره راجوړ كړي سيمينار ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔احسن اقبال ووئيل سږ كال د وفاقي حكومت خاص آمدن 7000 او قرضه ادا كولو لپاره 8000 اربه روپو ته ضرورت ؤ ۔ده ووئيل د مېرمنو شموليت نه بغېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې ٬ ده ووئېل د 90 فيصد شرح خواندګۍ نه بغېر پرمختللے هېواد نشي رامخې ته كېدے٬پرمختللې هېواد جورېدو لپاره 50 فيصده مېرمنې په معاشي هلو ځلو كښې شاملول ضروري وي۔ده ووئيل رنځورې مېرمن سره د راتلونكې نسل صحت خرابېږي٬د مېرمنو تعليم او صحت ته به مركزي اهميت وركول وي۔ده ووئيل په تېر حكومت كښې يو سنګين معاشي بحران راته ترلاسه شوے ؤ ٬خلكو خبرې كولې چې د پاكستان معيشت به تباه شي٬٬وفاقي حكومت له د قرضې ختمولو لپاره 1000 اربه روپۍ پور اغستل ؤ ۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان غېر معمولي معاشي حالات سره مخ دے٬پاكستان په برآمداتي لاره اچول ترجيح وه٬اي پاكستان د لارې مېرمنې راوړاندې كول دي۔
د مېرمنو شموليت نه بغېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې ٬ځوانانو او مېرمنو ته صلاحيت وركولو ته پام لرنه كوو ۔وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا