اسلام آباد۔06جولائی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني سره د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن ډاكټر مختيار احمد په مشرۍ كښې د اېچ اي سي پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې د كلام بي بي وومن انټرنېشنل انسټي ټيوټ بنو جوړولو پشمول بنو او د خېبرپښتونخوا نورو سوئېلي ضلعو كښې د تعليمي آسانيو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه ??شوه۔په دې موقع په خبرو كښې دوهم سپيكر ووئيل چې بنو او د نورو سوئېلي ضلعو ځوانانو له لوے څښتن بې پناه صلاحيتونه ??ركړي دي۔ده ووئيل چې د اكرم خان دراني كالج بنو څخه فارغ التحصيل زده كونكي په لويه شمېره كښې هر كال د ميرټ په بنياد په مېډيكل كالجونو او انجينئرنګ پوهنتونونو كښې داخله اخلي۔ده ووئيل چې د كلام بي بي وومن انټرنېشنل انسټي ټيوټ بنو جوړېدو سره به نه ??وازې بنو بلكې د خېبرپښتونخوا په نورو سوئېلي ضلعو كښې مېرمنو زده كوؤنكو ته د اعلٰی تعليم موقع هم ترلاسه شي۔ده د اېچ اي سي چيئرمېن ته د كلام بي بي وومن انټرنېشنل انسټي ټيوټ لپاره په ترجيحي بنيادنو د ګامونو پورته كولو هدايت هم وكړو۔د اېچ اي سي چيئرمېن د كلام بي بي انسټي ټيوټ بنو جوړولو او سوئېلي ضلعو كښې د اعلٰی تعليم ودې لپاره د دوهم سپيكر هڅې وستائېلې او د كلام بي بي وومن انټرنېشنل انسټي ټيوټ جوړېدو په لړ كښې يۍ د بشپړه مرستې باور وركړو۔
د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سره د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات
Kirin's Way Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش