اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د قامي ادارو په ضد ناوړه، د غندنې وړ او بد اخلاقه ميډيا كمپائن د شېطاني ذهن منصوبه بندي ده ٬ ځيني بهر ناست عناصر هېواد سره دښمني او غداري كوي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل د عمران د هېواد په ضد هغه پخوانے كمپائن دے ٬ يوازې څېرې بدلې شوې دي اېجنډا هم يوه ده۔ د نهمې مئي ايجنډا د بهر ناستو پراكسيانو او ګوډاګيانو د لارې چلولې شي۔ دې زياته كړه چې كه د سياسي شدت خوښۍ كومه پېښه رامخ?? ته شي نو مسؤل به يۍ عمران خان وي۔ وفاقي وزير وويل وزيراعظم په ډاګه كړې ده چې د رياستي ادارو په ضد به چاته ?? پراپېګنډې اجازه وركولې نه شي۔ د كوم هم سياسي انتها خوښۍ يا مس اېډونچر ذمه وار به د 9 مئي پلان جوړونكي وي۔ دې وويل د توشه خانې ټرائل پېل كېږي٬ د كرپشن ثبوتونه رامخ?? ته كېږي ځكه عمران خان يو بل سازش ته اړتيا لري۔ دې بالكل ذهني رنځور جوړ شوے دے كوم چې بايد په پاګل خانه كښې وي۔ دې ووئيل عمران په افسرانو د ده د وژنې تورونه لګولي، کله چې ترې ثبوت وپوښتل شو، هغه وويل، ثبوت نشته، له خلکو مې اورېدلي دي. یو څو یوټیوبرز او لاګر?? د ??راكسي په توګه كاروي۔ دې ووئيل دا هغه ناوړه ذهنيت دے كوم چې د لسبېله چورلكې د شهيدانو په ضد ناوړه کمپاین پیل کړے وو۔ دې وويل په هېواد كښې د سياسي انتها خوښۍ ذمه وار فارن ايجنټ دے كوم چې د خپلو پراكسي?? د ??ارې د 9 مئي پېښه رامخ?? ته كړه٬ ذهن سازي يۍ وكړه٬ منصوبه بندي يۍ وكړه٬ د خپلو كسانو د لارې يۍ د رياست په ضد ترهګري وكړه٬ په سركاري ودانيو يۍ بريدونه وكړل٬ د شهيدانو د يادګارونو يۍ بې حرمتي وكړه ٬ په رېډيو پاكستان يۍ بريد وكړو۔ دې ووئيل خپل لابېسټس ٬ فارن ميډي?? ته د دروغو بيانيې مواد وركولو له دا حركتونه كوي۔
د قامي ادارو په ضد ناوړه، د غندنې وړ او بد اخلاقه ميډيا كمپائن د شېطاني ذهن منصوبه بندي ده ٬ ځينې عناصر بهر هوادونو كښې پاتې كيدو سره هېواد سره دښمني او غداري كوي ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزيب
European Blackjack Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ