اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيرا??ظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته وده وركولو سره حكومتي خرڅونو كښې كمې او په منصوبو كښې بهتري راوستلے كېد?? شي، پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته وده وركولو لپاره نورې موقعې لټولو ته اړتيا ده٬ د بنيادي اډانې پرمختګ سره به په رابطو كښې بهتري راشي او قامي اتحاد به قوي شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ په اړه د لوړې كچې غونډې په مهال وكړه۔ په غونډه كښې لنډمهاله وفاقي وزير سميع سعيد،د وزيرا??ظم سلاحكار احد چيمه، د منصوبه بندۍ كمېشن ډپټي چيئرمېن محمد جهانزېب او اړوند سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيرا??ظم ته د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ د كاركردګۍ پحقله بريفنګ وركړې شو۔ وزيرا??ظم په هېواد كښې د حكومت او نجي څانګې ا??تر??ك د اهميت وړ ګرځولو سره ووئيل چې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته وده وركولو سره حكومتي خرڅونو كښې كمې او په منصوبو كښې بهتري راوستلې كېد?? شي۔ ده ووئيل چې موټروېز او د سترو لارو جوړولو پحقله پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته لا وده وركولو ته اړتيا ده۔ وزيرا??ظم امر وكړو چې د هېواد تر لوېديزو او ختيزو سيمو بهتر رسنې پحقله دې د اېسټ وېسټ كنكټيويټي پحقله جامع پلان وړاندې كړ?? شي۔ غونډې ته په بريفنګ كښې ووئيل شول چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ له مخې په تېرو دوه كالو كښې د 646 اربه روپو پروجيكټس پېل كړې شوې او د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د منظور شوې پروجيكټس د لارې حكومت ته د سبسډيز په لړ كښې د 150 اربه روپو نېغ په نېغه بچت شوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ په منصوبو كښې د سيالكوټ -كھارياں موټروے، سكھر -حيدرآباد موټروے ،كھارياں- راولپنډي موټروے ،كراچي سركلر رېلويز او د اسلام آباد انټرنيشنل ائيرپورټ آوټ سورسنګ سرفهرست دي۔ د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ پحقله د صحت، تعليم، انفارميشن ټيكنالوجي او برآمدي څانګې په ترجيحاتو كښې شامل دي۔
د لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ په اړه د لوړې كچې غونډه
Instant messaging sports entertainment platform entrance
APP45-040923
ISLAMABAD: September 04 – Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting on Public Private Partnership Authority. APP/FHA
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں