اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) الېكشن كمېشن عامو وګړو ته وئيلي د?? چې هغوي دې د ټاكنو فهرستونو كښې د خپل ووټ اندراج باوري كولو له د كمېشن لخوا 28 ستمبر څخه تر 25 اكتوبر د ټاكنو فهرستونو غیر منجمند كولو اقدام څخه ګټه پورته كړي۔ د اتوار په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي بيان لمخې تر 25 اكتوبر 2023 ټول اهل وګړي كوم چې شناختي كارډ لري د خپل ووټ اندراج يا دې كښې تصحيح كولې شي۔ وياند ووئيل چې الېکشن کمېشن د روزانه په ??نياد د ميډيا د لارې اولس د ووټ اندراج ٬ اخراج او درستګۍ په ??ړه پرله پسې خبروي او دا لړۍ به تر 25 اكتوبر دوام لري۔ بله دا چې الېكشن كمېشن ټولو 8 لکه څخه زياتو كسانو كومو ته چې د نادرا لخوا شناختي كارډ جاري كړې شوې دې د هغوي ډېټا د اكتوبر 2023 په ??ولنۍ نېټه نادرا څخه ترلاسه كړې وه او د دې انټري روانه ده۔ د الېكشن كمېشن لمخې په 25 اكتوبر به په ګرد هېواد كښې د ټاكنو فهرستونه منجمد كړے شي او دې څخه وروستو به د ووټ نه اندراج كولې شي او نه به ووټ منتقل كېدې شي۔
د ټاكنو فهرستونو كښې د خپل ووټ اندراج باوري كولو له دې د اليكشن كميشن تر 25 اكتوبر د ټاكنو فهرستونو غیر منجمند كولو اقدام څخه ګټه پورته كړې شي ٬ اليكشن كميشن
Table game entertainment platform APP
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ