اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) نګران داخله وزير سرفراز بګټي وئيلي دي د بې دركه وګړو مسئله دې د ټا??نو كمپائن لپاره د پروپېګنډې په توګه ونه كارولې شي٬ كه څوك په زړه كښې بلوچ اولس لپاره دړد لري نو كله چې دوي د حكومت برخه وو هغه وخت به ئي په دې اړ?? غږ پورته كړے ؤ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د سېنېټر نسيمه احسان د اعتراض نكتې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل د فلسطین او بلوچستان صورتحال يو بل سره هېڅ تقابل نه لري٬ په سېنېټ كښې داسې خبرې مناسب نه وي٬ دا مې څو وارې وئيلي دي چې د بې دركه وګړو په مسئله دې بامقصده مذاكرات وكړے شي۔ پروفېسر ناظمه طالب په 9 اپرېل 2009 په بې دردۍ سره په كوئټه كښې شهيده كړې شو?? ٬ ??غې لپاره تر نن ورځې چا داسې غږ پورته كړے دے لكه څنګه چې هغه خلقو لپاره پورته كولې شي كوم چې پخپله بې دركه كېدو سره امنيتي ځواكونو سره د جنګ كولو په مهال وژلې كېږي؟ ده ووئيل د بې دركه كسانو مسئله يوه مسئله ده خو د دې حل دا نه دے چې دا دې د پروپېګنډې په توګه سياسي مقصد ل??اره وكارولې شي او د ټا??نو د كمپائن برخه دې وګرځولې شي۔ ده ووئيل كه څوك په زړه كښې بلوچ اولس لپاره دړد لري نو كله چې دوي د حكومت برخه وو هغه وخت به يۍ په دې اړ?? غږ پورته كړے ؤ۔ ده ووئيل احتجاج او دهرنا كول د دوي حق دے خو رېډ زون ته د ننوتلو اجازه چاته هم ??ركړې كېدې نه شي۔ ده زياته كړه چې مونږ خبرو اترو له چمتو يؤ۔
د بې دركه وګړو مسئله دې د ټاكنو كمپائن لپاره د پروپيګنډې په توګه ونه كارولې شي٬ نګران داخله وزير سرفراز بګټي
Han Palace Banquet Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز