کوئټه 08 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګي د پی ټی آئی پخواني چیئرمېن ټویټ كښې لګولې شوي تورنه بے بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي چې 5 لكهه غیر قانونی مېشته كسان د پاکستان څخه په خوشحالۍ تللې دي،هغوې په زبردستۍ نه دې وېستلے شوي، په هېواد كښې آزادانه، منصفانه او بې پرې ټاكنو لپاره حكومت لوظي دے،په 08 فروري به ټاكنې كېږي،په دې اړه كوم شك نه دے لرل پكار، د الیکشن کمېشن مالي، انتظامي او امنيتي ضروریات به پوره كولې شي،په ټاكنو كښې ټولو رجسټرډ سیاسي ګوندونو ته يو ډول سیکورټي او موقعې ترلاسه وي، ده ووئېل خوشحاله په دې خبره يو چې هېواد معاشی استحکام پلو روان دے ، د اسټاك ایکسچینج 100 انډیکس نن 66 زره حد عبور کړے ، د ډالر په مقابل كښې د روپۍ قدر هم ښه شوے ، په ریاستی میډیا د كوم رجسټرډ سیاسی ګوند د کوریج بنديز نشته، ده ووئېل ټولو رجسټرډ سیاسی ګوندونو له يو ډول کوریج وركړے كېږي،پاكستان به هغه وخت قوي شي كله چې زمونږ ژبه او كلتور قوي وي، پی ټی وی بولان نشریات د بلوچستان لري پرتو سيمو ته رسولو له ګامونه پورته كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ کوئټه پرېس کلب كښې صوبائی وزيرانو سره خبري کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ ن??ران وفاقی وزیر وو??يل نګران حکومت پاكو او غیر جانبداراه ټاكنو له لوظي دے ،په 8 فروري به هېواد كښې ټاكنې كېږي،په دې اړه چا ته څه شك نه دې كول پكار۔ده وو??يل وفاقي حکومت د څلورو واړو صوبو سره په ګډه كار كولو خپله فریضه ترسره كوي۔ ن??ران وزير مرتضیٰ سولنګي وو??يل زمونږ د آئین په تمهید كښې ليكلې شوي چې هېواد به ټاكلې شوې نمائندګان چلوي،مونږ ته چې په كومو حالاتو كښې هېواد ترلاسه شوے ، هغې څخه په ښو حالاتو كښې به نوې ټاكلې حكومت ته سپارلے شي۔ده وو??يل خوشحاله په دې خبره يوو چې هېواد د معاشی استحکام پلو روان دے۔د پي ټي وي کوئټه سینټر دورې په اړه نګران وفاقی وزیر وو??يل بلوچستان د هېواد د جغرافیائی زمكې 43 فیصده برخه ده كومه چې په تاریخی اعتبار سره يو متنوع صوبه ده۔ ده وو??يل د پي ټي وي بولان نشریات د انټینا د لارې د بلوچستان لري پرتو سيمو ته ورسولو له هڅي كوو۔ده وو??يل 17 دسمبر څخه به پي ټي وي بولان په ګڼو ژبو كښې نشریات پيل كوي، دغسې د پي ټي وي بولان تکنیکی او هیومن ریسورس ضروریات به پوره كولې شي۔ده وو??يل د نګران حکومت اختیارات او موده محدود ده،د کوئټې پرېس کلب او بلوچستان خبريالانو ښېګړې له چې څه هم ممكن وي كولې به شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل ټاكنو كښې هر ګوند د اولس همدردي ترلاسه كولو له هلي ځلې كوي، جمهوریت كښې چغې سورې وي، خاموشي نه وي۔ ن??ران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګي د پي ټي آئي پخواني چیئرمېن ټویټ كښې لګولې شوي تورنه بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي 5 لكهه غیر قانوني مېشته كسان د پاکستان څخه په خوشحالۍ تللې دي،هغوې په زبردستۍ نه دې وېستلے شوي، دې ټویټ سره په ټاكنو كښې د داسې حالاتو راپیدا کولو هڅه شوې چې ورسره د نورو سياسي ګوندونو په مقابل كښې هغوې ته زياته ګټه ورسي۔ ده ووئېل حکومت پاكو او غیر جانبداره ټاكنو له لوظي دے،په 8 فروري به هېواد كښې ټاكنې كېږي،په دې اړه چا ته څه شك نه دے كول پكار ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل جمعیت علمائے اسلام د پاکستان سیاسي نظام او سیاسي تاریخ كښې مهم كردار ترسره كوي، د پاکستان په آئین چې د كومو ګوندونو د مشرانو لاس ليك شته په هغې كښې جمعیت علمائے اسلام هم شامل دے،د جے یو آئی او لارښودو سیکورټی خدشات لري كول د وفاقي او صوبائي حکومتونو ذمه واري ده او مونږ به خپلې ذمه وارۍ پوره كوو۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب ده وو??يل الیکشن کمېشن د پاکستان آئیني او سیاسي نظام كښې يواځنېۍ اداره ده كومه چې ټاكنې كوي، الیکشن کمېشن ته چې چرته هم د امنيت ضرورت وي، حکومت به ئې وركوي۔ د پي ټي وي بولان په اړه د پوښتنې په ځواب نګران وفاقی وزیر وو??يل پاکستان به هغه وخت قوي شي كله چې ژبي او كلتور قوي شي۔ ده وو??يل مونږ دا خبره باوري كوو چې په پي ټي وي بولان ن?? يواځې هزار?? ژبه كښې پروګرام پيل شي بلکه براهوي، بلوچي او پښتو ژبو كښې له هم د نشریات وختونه زيات كړے شي۔ د اطلاعات نګران وفاقي وزیر وو??يل د راډيو پاکستان مسئلو څخه هم خبر يو،د راډيو پاکستان زمكي به يو انچه هم څوك قبضه نه كړے شي۔ده وو??يل راډيو او پاکستان ټیلی ویژن قامی نشریاتی ادارې دي،دا به عمر له قائمې وي،دا د نړۍ د غوره براډ کاسټرز په مقابه كښې كار كوي، د دې سباؤن روښانه دے۔د يوې پوښتنې په ځواب مرتضیٰ سولنګي وو??يل پي ټي وي کرنټ افیئرز پروګرامونو كښې د تحریك انصاف نمائنده ناست وي،هغوي د خپل موقف وضاحت كوي۔ده وو??يل ریاستی میډیا پي ټي وي او راډيو پاکستان د هر رجسټرډ سیاسي ګوند كوريج كوي۔
د پي ټي آئي پخواني چیئرمېن په ټویټ كښې لګولي تورنه كوم بنياد نه لري، 5 لكهه غیر قانوني مېشته كسان د پاکستان څخه په خوشحالۍ تللې دي،هغوې په زبردستۍ نه دې وېستلے شوي۔ مرتضیٰ سولنګی
Hell Hot Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں