اسلام آباد۔14دسمبر (اے پی پی) په پاکستان کښې د عراق سفیر حامد عباس لفته د زيارت په ورځ د مذهبي چارو له وزیر انیق احمد س??ه د مذهبي چارو په وزارت کښې وليدل۔ دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، مذهبي سېلګرۍ او کلتور په برخو کښې د همکاریو په زیاتولو خبرې وکړې۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد د عراق سفير س??ه د خبرو په مهال ويلي چې پاکستان له عراق س??ه د ورورولۍ پخ??انۍ اړيکې لري او د دواړو هېوادونو اولس يو بل س??ه د مینې او اخلاص په خپلولۍ تړلي دي۔ د مذهبي سیاحت وده او د زائرينو اسانتیا په پام کې نیولو سره زیارت پالیسي جوړه شوې چې له مخې به یې زيارت له لېږونكې نجي كمپنۍ په حكومتي كچه رجسټرډ كولې شي۔ د عراق سفير حامد عباس لفته زيارت كوؤنكو لپا??ه د غوره اسانتياو برابرولو خپل لوظ پخ??ي كولو سره وويل د پاكستاني زائرينو د وېزو اجراﺀ او آسانيو لپاره به سفارت د عراق داخله او خارجه وزارتونو سره بشپړه تماس نيسي۔ په ملاقات كښې په بغداد او كربلا كښې د زائرينو سهولت لپا??ه د پاكستان هاؤس د جوړولو په اړه تفصيلي خبرې و??وې??
نګران وفاقي وزير انيق احمد سره د عراقي سفير ملاقات ٬ دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه
Fortune Forging Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن