اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د توان نګران وفاقي وزير محمد علي وئيلي دي په توان مكس كښ?? د تجديد ??ړ توان او هائيډرو پاور برخه زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي ځكه چې اولس ته ارزانه برېښنا وركولو نه علاوه د برېښنا په بيعه كښ?? د كمي كولو دا يواځنۍ لاره ده، دا مهال په مجموعي انرجي مكس كښ?? د هائيډل او د تجديد ??ړ توان برخه 31 فيصد ده او حكومت تر كال 2030 دا 61 فيصد ته د رسولو پلان لري ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د هائيډرو پارو د درېم نړيوال كنفرنس د كوم تابيا چې انرجي اپ ډېت پرائيويټ پاور انفراسټرکچر بورډ (پي پي آئي بي) او انټرنيشنل هائيډرو پاور ايسوسي ايشن (آئي اېچ اے) به اشتراك سره شوې ستائنه كولو سره ووئيل دې كنفرنس څخه به مونږ ته د توان په څانګه كښ?? د پاليسي فرېم ورك بهتر كولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان ته لوي څښتن بلها وسائل وركړي ٬ په هېواد كښ?? سيلۍ٬ د نمر توان او د پن برېښنا بلها موقعې موجود دي،ده ووئيل مونږ پن برېښنا څخه 64 زر?? مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولې شو خو تر اوسه يواځې 11 زر?? مېګاٶاټ برېښنا پېدا كړې شوې??۔ ده ووئيل په تهر كښ?? د سكرو 175 اربه ټن پانګې موجود دي كومې چې تر څو لسيزو برېښنا پېدا كولې شي٬ د توان تحفظ پحقله وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښ?? د توان بچت لپاره د فېن د لارې مونږ د درېو نه تر څلور زر?? مېګاٶاټ برېښنا بچ كولے شوو چې ورسره مونږ په كلنه توګه يو ارب ډالر بچت كولې شوو۔ د يادونې وړ ده د درېم نړيوال هائيډرو پاور كنفرنس موضوع “هائيډرو پاور:تل پاتې سباٶن لپاره ذريعه او د تجديد ??ړ توان” وه۔ په دې موقع مقررينو د پن برېښنا او د تجديد ??ړ توان د هېواد تل پاتي سباٶن لپاره مهم ګرځولو سره اولس او صنعت ته د ارزانې برېښنا وركولو له پن برېښنا او د تجديد ??ړ توان صلاحيت د استعمال په لاره كښ?? د رامخې ته خنډانو لرې كولو په ضرورت زور رواړو۔ په دې وموقع وفاقي وزير دوه اېوارډز هم وركړل ٬ يو د واپډا لخوا د تربېلا منصوبې څلورمې پراختيا او دوېم د سي اېس آئي اېل په اهتمام كښ?? د 720 مېګاٶاټ كروټ منصوبې له وركړے شو۔
اولس ته ارزان توان وركولو لپاره ٬ په توان مكس كښې د تجديد وړ توان او هائيډرو پاور برخه زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ وفاقي وزير محمد علي
Hot pot entertainment platform APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار