اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) دوهم وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ملائيشيا خارجه وزير داتو سیری اتاما حاجی محمد بن حاجی حسن سره د نړيوالې مرستې ، پرمختګ او توان ودې لپاره رابللې شوې د خصوصي غونډې په موقعه ملاقات وكړو٬ د ورلډ اکنامک فورم غونډه د اپرېل په 28 او 29 مه غونډه د سعودي عربستان په پ??ازمينه رياض كښې روانه ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې دواړو لارښودو د تجارت او سرمایه کاری اړيكو ته وده وركولو ته خاص پام ګرځولو سره د پراخا اړيكو جاج واخست او په دې يۍ موافقت وكړو چې د ګډې وزارت كمېشن د رو??ن دور غونډه به د روان كال په مهال په اسلام آباد كښې كولے شي ، فریقین به د ماركيټونو جاج اخلي او كوټلې اقتصادي نتيجو لپاره به پ?? بېلو څانګو كښې وړاندې كېدونكو موقعو څخه بشپړه ګټه پ??رته كوي۔ د بيان له مخې باقاعدګۍ سره د لوړې كچې رابطې د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ اړيكو ته وده وركوي۔ په دې لړ كښې د پاكست??ن دوهم وزيراعظم د ملائيشيا خارجه وزير ته د پاكست??ن دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔ په غزه كښې په روان انساني بحر??ن د خيالاتو څرګندونه كولو سره فريقېنو په سمدستي توګه د مخاصمت ختمولو او فلسطيني اولس ته د فوري بشري مرستې رسولو په حاجت زور راوړو۔ دوئي ووئيل د فلسطين مسئلې سولييز او تلپاتي حل لټولو له د او آئي سي د فرېم ورك دننه نزدې همكارۍ ته هم اړتيا ده۔
د دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ملائيشيا خارجه وزير سره ملاقات
Grant Express Carnival Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil