اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) د کورنیو چارو د وفاقي وزی?? محسن نقوي په لارښوونه د اسلام آباد انتظاميې د لويې اختر په لومړۍ ورځ د كچرې او كثافاتو لرې کولو لپاره بشپړ اقدام وكړو ٬ د سي ډي اے چيئرمېن او د اسلام آباد چيف كمشن?? محمد علي رندھاوا په نګرانۍ كښې زيرو وېسټ آپرېشن روان دے۔ د داخله وزارت وياند له مخې د داخله وزي?? محسن نقوي وېنا ده چې د كثافاتو په وخت ځايې ته رسولو كښې دې هېڅ تاخير ونكړے شي۔ د اختر ??ه اولنۍ ٬ دويم او درېمه ورځ دې د اسلام آباد په ټولو سيمو كښې د صفايۍ صورتحال غوره كړے شي۔ ??ه اسلام آباد سېف سټي كښې مركزي كنټرول روم جوړ كړے شوے دے ٬ د زيرو وېسټ آپرېشن مانيټرنګ روان دے۔ ??ه اسلام آباد كښې د 2500 نه زیات کارکونکي او د 200 نه زیات ګاډي او مشنيري موجود ده۔ د كثافاتو ختمولو له سي ډي اے ??ه ا??لن?? ځل وګړو ته وېړيا ډيګرېډ اېبل بېګرز وركړل۔ بائیو ډیګرېډ اېبل بېګز څه موده پس په قدرتي توګه په كچره كښې بدل شي۔ دسي ډي اے چيئرمېن اولس ته اپيل كړے چې كچرا او كثافات دې نالو يا ځنګلونو كښی ګزار نه كړې شي۔ وګړي واټس اېپ پېغام (What’s App Message) یا د اېس اېم اېس د لارې په 03355001213 لمبر خپل شكايت لېږلې شي۔ په صفائي اېكشن پلان به د اختر ??ه دويم او درمېه ورځ هم عمل درآمد كولې شي۔
د كچرې او كثافاتو په وخت پورته كولو او ځايې ته رسولو كښې دې هيڅ ډول تاخير ونكړے شي٬ داخله وزير محسن نقوي
Online City Reliable Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز