اسلام آباد۔14 نومبر (اے پي پي) د قومي ورثه او كلتور ډوېژن تر سېوري لاندې په لوك ورثه شكر پړيا ??ښې كلنه لوك مېله ??ښې د لاس ??ورو څيزونو تر څنګ د مېزري او لرګي جوړ څيزونه هم په زيات مقدار تر نظره كېږي او ګدوزن كوونكې يې ډېر خوښووي۔د اے پي پي تر مخه دې لس ورځنۍ مېله ??ښې د دستكارۍ د څلورو واړو صوبو هنرمندانو پشمول د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان هنر مندانو هم خپل د لاس جوړ څيزونه اېښودي دي چې پ??ښې د سپينو سرو زرو كالي پتري ٬ جامې پېزار ٬ د سړو څادرې او د مېرمنو شالونه ٬ ګګرې ٬ ټوپۍ ٬ اجرك ٬ د بهاولپور د مقېش جامې٬ سندهۍ ټوپۍ او د خوراك څښاك رواياتي خوراكونو لكه كباب او قهوې سره د مېزري او لرګي جوړ څيزونه لكه د لرګي ګل دار ميزونه ٬ رقېبۍ ٬ تالي ٬ د بلوچستان دمبوره ٬ مرتبان او د مېزري جوړو څيزونو ??ښې پچۍ ٬ ببوزي ٬ ټوكرۍ ٬ ټوپۍ ٬ شكرونه او نور ډېر څه په زيات مقدار پراته دي٬ دا كلتوري او هنري څيزونه د ماضي د يادونو او د لاس ??ار په سبب ګډون كوونكې زيات خوښوي او نزدې ټول سټال لګوونكې د خپلو څيزونو د خرڅ نه مطمئن دي۔ ياد ??ې وي چې دا كلنه مېله به تر 17 نومبر دوام لري چې پ??ښې د غبرګو ښارونو پنډۍ اسلام آباد سره د هېواد د نورو برخو نه راغلي وګري او بهرني سېلګري نه يوازې په زړه پورې ګډون كوي بلكې دا كلتوري او هنري څيزونه خوښوي ه هم۔
لوك ورثه ٬ لوك مېله كښې د لاس جوړو نورو څيزونو سره د ميزري او لرګي جور څيزونه هم هنرمندانو ایښودي دي
ड्रैगन हैच मनोरंजन विश्वसनीय प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت