عمران خان د هټلر ذهنيت لري ٬هغه چيف الېكشن كمشنر جاوېد اقبال جوړول غواړي٬عمران خان چې څومره پرېښودلے كېږي ٬ دومره به په ادارو بريدونه كوي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب پرېس كنفرنس ته وېنا
Blackjack Fortune VIP Download Entrance
APP52-190722
LAHORE: July 19 - Federal Minister for Information and Broadcasting Marriyum Aurangzeb addressing a press conference. APP Photo by Mustafa Lashari
لاهور 19 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان په رياستي ادارو په منظم ډول بريدونه كوي٬ عمران خان د هټلر ذهنيت لرونكے دے٬??غه چيف الېكشن كمشنر جاوېد اقبال جوړول غواړي٬عمران خان چې څومره پرېښودلے كېږي ٬ دومره به په ادارو بريدونه وكړي٬ادارو له پكار دي چې هغوي ?? عمران خان په ضد د قانون له مخې كاروائي وكړي٬عمران خان په هېواد كښې د سري لنكا غوندې حالات راپیدا كولو لپاره معاشي مائنونه په ځاے كړي٬??غه په هېواد ګښې سياسي عدم استحكام او خانه جنګي غواړي٬عمران خان په خپل حكومت كښې اولس بې روزګاره كړے ٬معيشت٬داخله او خارجه پالېسۍ ئې تباه كړي او د هېواد ادارو كمزورو كولو هڅه ئې كړی٬عمران خان رياستي طاقت څخه په سياسي مخالفينو بې بنسټه كيسونه جوړ كړي۔د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل پي ټي آئي په كال 2018 كښې چې په كومو 20 چوكو كاميابي ترلاسه كړې وه٬په اوسنو ضمني ټاكنو كښې په دې كښې په 5 چوكو ناكامه شوي ۔دې ووئيل د عمران خان مقصد د هېواد ادارې تباه كول دي۔دې ووئيل عمران خان به وئېل كه چرې مونږ 20 چوكۍ ونه ګټو نو الېكشن كمېشن ته به ??ور ورته كړو۔دې ووئيل چې كله د ??غه په ضد په آئين شكنۍ پريكړه راغله نو ??غه د سپريم كورټ چيف جسټس سره د بينچ په ټولو معززو ججانو بريدونه وكړل۔مريم اورنګزېب ووئيل چې كله عمران خان وزيراعظم ؤ نو ??غه په بهرني سازش جوډېشل كمېشن ولې نه جوړولو؟چې په كومه ورځ بهرنے سازش وشو نو ??غه ورځ يې اولس ته ولې نه وؤ وئېلي ٬اسمبلۍ ئې ولې نه وې تحليل كړې؟وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان په خپل هر تقرير كښې د پاكستان پوځ پشمول په هره اداره بريد كوي۔دې ووئيل دې كس د پاكستان اولس بې روزګاره كړے٬د هېواد معيشت٬داخله او خارجه پالېسۍ ئې تباه كړي او د هېواد ادارو كمزورو كولو هڅه ئې كړې په كومه چې د پاكستان اولس دا كس د اقتدار څخه بهر كړے۔د اطلاعات وزيرې ووئېل د عمران خان په دور كښې په وزيراعظم هاؤس ته طيبه ګل تښتولې شوې او د نېب چيئرمېن ئې بليك ميل كړے٬د نيب ټوله ادارې څخه ئئ په سياسي مخالفينو كيسونه جوړ كړي٬د اېف آئي اے ډي جي ته يې په وزيراعظم هاؤس كښې دننه كيسونو جوړولو له دړكې وركولې ۔دې ووئيل عمران خان چې كله وزيراعظم ؤ نو ??غه سره د ټاكنو كولو ښه موقع وه خو ??غه ??غه مهال خپل اقتدار بچ كولو لپاره د خلقو مينتونه كول۔دې ووئيل د ??غه مسئله الېكشن نه ??غه د پاكستان تباهي غواړي ٬دې ووئيل عمران خان هېواد دې حال ته راوستل غواړي چې په هېواد كښې كورنۍ جګړې وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئېل پاكستان تحريك انصاف په اوسنو ضمني ټاكنو كښې په خپلو 20 چوكو كښې پنځه چوكۍ بيلېلې دي٬پ?? پنجاب كښې مسلم ليګ(ن)لوي ??كثريت لري٬مونږ به ??غه كار كوو په كوم كښې چې د اولس بهتري وي ??و هېواد به ?? معاشي استحكام پلو بيايو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ووئيل په نواز ش??يف د پانامه او كرپشن تور لګولے شوے ؤ خو ??غه يې په اقامه ويستلے٬عمران خان د ??غه په ضد د يوې روپۍ كرپشن ثابت نه كړے شو۔دې ووئيل اولس ته معلومه ده كه هېواد د معاشي بحران څخه ويستلے شي څوك نو ??غه مسلم ليګ(ن)دے