اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف سېلاب ځپلو سيمو ته د چين د ډيزاسټر مېنجمنټ ماهرانو د ځانګړي پلاوي دورې هركلې وكړو او هيله يې څرګنده كړه چې د قدرتي آفتونو په مهال ?? مرستې او بحالۍ په چارو كښ?? د چيني ماهرانو تجربه به په سباؤن كښ?? د پاكستان لپاره ګټوره ثابت شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم شهباز شريف سره په اسلام آباد كښ?? د چين د ډيزاسټر منېجمنټ پوهانو ځانګړي پلاوي د ډيپارټمنټ آف فلډ كن??رو?? ٬ د اېمرجنسي منېجمټ امېرجنسي كملانډنګ اعلی چارواكي ژو ژيان بياؤ په مشرۍ كښ?? ملاقات وكړو په كوم كښ?? چې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، شيري رحمان، خاص معاون ظفرالدين محمود، د اين ډي ايم اے چيئرمېن او چيئرمېن اېن اېف آر سي سي او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل زه به چيني پلاوي ته دا تجويز وركړم چې هغه دې هېواد ته بېرته تللو څخه وړاندې پاكستاني حكومت سره په ډيزاسټر منېجمنټ كښ?? ?? مرستې لوظنامه لاس ليك كړي۔ هغه د خپل ځان او ټول ملت په استازيتوب په دې سخت وخت ک??ې د چين د مشرتابه او د چين د خلکو ?? مرستې مننه وکړه، وزيراعظم ووئيل چين په هر مشکل وخت کښې پاکستان سره مرسته کړې ده۔ ده ووئيل د سندهـ او بلوچستان ډيرې سيمې اوس هم تر اوبو لاندې دي او د اوبو نه پيدا شوې مرضونه نوي چيلنجونه رامخې ته كوي۔ ده وزيراعظم سېلاب ريليف فنډ ته د عطيات په وركولو په پاکستان او چين ک??ې د کارکوونکې چينايي کمپنيو مننه وکړه۔ په دې ملاقات كښ?? پلاوي وزيراعظم د پاکستان دورې په اړه خبرولو سره ووئيل چينايي پلاوې د سېلاب چارو په خبر لرونكو پوهانو مشتمل دے كوم چې د پاكستان دسېلاب ځپليو او په خاص توګه د سندھ دوره كړې ده۔ دغه پلاوی به د پاکستان او چین ترمنځ د سیلابونو پېشګويۍ او د هغې د اغېزو د کمولو لپاره د انفراسټركچر جوړولو په برخه ک??ې د لنډو، منځنیو او اوږدمهالو پروژو كښ?? پاکستان ته تكنیکي مرستې برابرې کړي۔ چینایي پلاوی د پاکستان له اړوندو ادارو او چارواکو سره د همکارۍ لپاره وركنګ ګروپ جوړ كړے دے كوم به چې په 21 اكتوبر اېن ډي اېم اے ته په ځپليو سيمو كښ?? د خلقو او انفراسټركچر بحالۍ له بشپړ پلان او رپورټ وړاندې كوي۔
وزيراعظم سېلاب ځپلو سيمو ته د چين د ډيزاسټر مېنجمنټ ماهرانو د ځانګړي پلاوي دورې هركلې وكړو
Double ball roulette online game
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن