اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) پاكستان وئيلي دي چې هغه به د سختې زلزلې څخه وروستو د بحالۍ او بيا و دانۍ په پړاؤنو كښې تركيه او سوريه سره په ګډه كار كول روان ساتي٬ وزيراعظم شهباز شريف د 6 فرورۍ سختې زلزلې په تناظر كښې ترك اولس سره د يو والي څرګندونې او ملاتړ لپاره د تركيه دوه ورځنۍ دوره كوي۔ وزیراعظم به د خپلې دورې په مهال ترك صدر رجب طيب اردوان سره ملاقات كوي او د زلزلې د لاسه د قيمتي ځانونو په زيان به د پاكستاني اولس له اړخه غمرازي ښكاره كوي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په خارجه دفتر كښې پرېس بريفنګ كښې ووئيل چې وزيراعظم به د تركيه دورې په مهال په دې سخت وخت كښی ترك وروڼو خوېندو سره د مرستې په روانو چارو كښې د برخه اخستو خپل لوظ پخلې كوي۔ وياندې ووئيل چې وزيراعظم به په سوئيلي تركيه كښې د ځپليو سيمو دوره هم كوي او په دغه سيمه كښې تعينات پاكستني سرچ اېنډ رېسكيو ډلو او زلزله كښې بچ شويو سره به خبرې هم كوي۔ ده وئيل پاكستان د زلزلې څخه وروستو تركيه او سوريه لپاره د مرستې رسولو كار متحرك كړے دے۔ تر 15 مې فرورۍ تركيه لپاره د پاكستان د بشري خواخوږۍ په بنياد 12 پروازونه لېږلې شوي دي۔ دغسې این ایل سی 21 ټرکونه د مرستې سامان اوړولو سره تركيه لپاره روان كړې شوي دي۔ وياندې ووئيل سوريه لپاره د مرستې سامانونو دوه پروازونه او په 12 ټركونو مشتمل سامان روان كړې شوې دې۔ 85 كسيزه اربن سرچ اېنډ رېسكيو ډله دا مهال په تركيه كښې كار كوي دغسې 10 كسيزه سرچ اېنډ رېسكيو ډله او 10 طبي ډله په سوريه كښې د مرستې په چارو كښې برخه اخلي۔ دې ووئيل د ټرېن او سمندر دلارې اضافه مرسته لېږلې شي۔ وياندې ووئيل مونږ په خاص توګه د هغه بې نومه پاكستاني مننه كوؤ كوم چې د تركيه زلزله ځپليو سره د 30 ملین امریکائي ډالرو مرسته وكړه۔ دې ووئيل پاكستان به د بحالۍ او بيا ودانۍ په پړاؤنو كښې هم تركيه او سوريه سره مرسته روانه ساتي۔ وياندې ووئيل خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د 16 نه تر 20 فرورۍ ميونخ سكيورټي كنفرنس كښې ګډون لپاره د المان په دوره دې۔ دې ووئيل خارجه وزير به سكيورټي كنفرنس كښې د ګول ميز مباحثو پشمول ګڼ شمېر پروګرامونو كښې ګډون كوي۔دې ووئيل چې بلاول بهټو زرداري به خپل همڅنګو او كنفرنس كښې ګډون كونكو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ وياندې زياته كړه چې خارجه وزير به د المان دورې نه پس د لتهوانيا خارجه وزير په بلنه په سركاري دوره لتهوانيا ته ځي۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به د 20 نه تر 21 فرورۍ به ولنیئس كښې خارجه وزير ګيبر یلیس لينډ سبرګس سره په پراخا چارو خبرې اترې كوي او د لتهوانيا پارليمان سپيكر سره به هم ملاقات كوي۔دواړه لارښود به د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په ځائې كولو له اړوند مفاهمتي يادښت هم لاس ليك كوي۔وياند ووئيل چې د خپلې دورې په آخري پړاؤ كښې به خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د 21 نه تر 22 فرورۍ د هنګري دوره كوي او د هنګري خپل همڅنګ پيټر سيجارټو سره به خبرې اترې كوي۔ خارجه وزيران به د دوه اړخيزه مرستې په اړه د مفاهمت په دوه يادښتونو هم لاس ليك كوي۔ وياندې ووئيل چې د انټرنېنشل اټامك انرجي ايجنسي ډي جي رافيل ماريانو ګروسي د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره دې۔ ده وزيراعظم او خارجه وزير سره ملاقاتونه كړې دي۔ په دې ملاقاتونو كښې د آئي اے اي اے او پاكستان ترمينځه په روغتيا ٬ كركيله ٬ صنعت او د برېښنا په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وياندې ووئيل چې پاكستان د ايجنسۍ بېلو منصوبو او پروګرامونو لپاره د بشپره ملاتړ څرګندونه وكړه۔ دې ووئيل ډی جی آئی اے ای اے د پاکستان نیوکلیئر میډیسن آنکولوجی اېنډ ریډیو تھراپی انسټی ټیوشن (نوری) او چشمه نیوکلیئر پاور پلانټ دوره وكړه او دغلته يۍ د فیول ډرائی سټورېج آسانيو پرانسته وكړه۔ وياندې ووئيل د پاكستان او امريكا ترمينځه د دفاعي مذاكراتو دوهم دور دا مهال په واشنګټن كښې روان دے۔ د پاكستان پلاوي مشري چیف آف جنرل سټاف لېفڼټیننټ جنرل محمد سعید كوي او د امريكائي پلاوي د دفاع دوهم سېكتر ډاکټر ایلی رتنیو كوي۔ د مذاكراتو په ايجنډا كښې د دفاعي او امنيتي مرستې په شمول په سيمه ايزو او نړيوالو مسئول خبرې شامل دي۔ دې ووئيل د امريكائي خارجه څانګې قونصلر ډیرک چولیټ 16 څخه تر 18 فروری يو انټر ایجنسی پلاوي سره د پاكستان دوره كوي۔ هغه به په اسلام آباد كښې خارجه سېكتر او نورو اعلی چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ په دې مهال به پاكستان كښې سېلاب څخه وروستو د بحالۍ په چارو كښې امريكا سره د اوږدې مودې په همكارۍ هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي
پاکستان به سختې زلزلې څخه وروستو د بحالۍ او بيا و دانۍ په پړاؤنو كښې تركيه او سوريه سره په ګډه كار كول روان ساتي٬ د خارجه دفتر وياندې زهرا بلوچ پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو