اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان دې كاروبار او سرمايه ك??رۍ لپاره زړه راښكونكے مقام جوړولو لپاره د كمپنو د رجسټرېشن طريقه ك??ر لا آسان كړے شي۔ټول سټيك هولډرز دې د ضابطې كاروائۍ په اړه ستونزې حل كړي او په پاكستان كښې دې د كاروبار خواهش لرونكو غېر ملكي سرمايه ك??رو ته هر ډول ممكنه آسانې وركړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د ايوان صدر څخه د وېډيو لنك د لارې د آئي ټي څانګې سره تعلق لرونكو پاكستاني نژاد امريكايانو د غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې۔په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت او سرمايه ك??رۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د سي پېك خاص مرستيال خالد منصور٬د ټي اينډ ټېلي كام وزارت سېكرټر?? ډاكټر محمد سهيل راجپوت٬د انويسټمنټ بورډ چيئرمېن محمد اظفر احسن٬د سرمايه ك??رۍ بورډ چيئرمېن فارينه مظهر٬سپېشنل ټېكنالوجي زونز اتهارټي چيئرمېن عامر هاشمي٬سېكورټيز اينډ ايكسچېنج كمېشن آف پاكستان ايګزېكټو ډائرېكټرې خالده حبيب او نورو سينئر چارواكو ګډون كولو۔په امريكا كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان او په امريكا كښې مېشته پاكستانيانو پشمول ګڼ شمېر سرمايه ك??رو او كاروباري خلكو ګډون وكړو۔ده ووئيل د پاكستان آئي سي ټي سېكټر زيات صلاحيتونه لري او دا ضروري ده چې په دې مهمه څانګه كښې د سرمايه ك??رۍ ډاډګيرنه وكړی ش?? او په هېواد كښې موجو??ه موقعې په خاص توګه امريكا كښې مېشته پاكستاني نژاد آئي ټي سرمايه ك??رو لپاره په ښه ډول رامخې ته كړې شي۔
پاكستان كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكے مقام جوړولو لپاره د كمپنو د رجسټرېشن طريقه كار لا آسان كړئ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د وېډيو لنك د لارې د آئي ټي څانګې سره تعلق لرونكو پاكستاني نژاد امريكايانو سره غونډه كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔