كوئټه 01 جون (اے پي پي) د پاكستان او اېران ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره په 32 نكاتي مفاهمتي يادښت لاسليك وشو. د كوئټه چېمبر وياند سيد كليم شاه له مخې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تفاهم په يادښت لاسليك د اېران په زاهدان ښار كښې شوے چرته چې د پاك اېران ج??ئنټ بارډر ټرېډ كمې??ې د نهمې غونډې پاې كښې د پاكستاني پلاوي مشر چيف كلكټر كسټمز بلوچستان محمد صادق او د اېران لخوا د سېستان بلوچستان اېران انډسټرې، مائنز ېنډ ټرېډ آر??نائزېشن جنرل منېجر اېرج حسن پور په تفاهم لاسليك وكړو. په دې موقع نور پاكستاني او اېراني چارواكو هم موجود وو. په زاهدان كښې د پاك اېران ج??ئنټ بارډر ټرېډ كمې??ې دوه ورځنې غونډې پاې ته رسېدلې.
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II