اسلام آباد 22 فروری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د سكولونو څخه بهر ماشومانو تعليم ته د پام لرنې كولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د ماشومانو تعليم د غوره سباؤن ضمانت وركوي٬ټاكلي جمهوري نمائندګانو له به د تعليم رسنې ته پام لرنه كول وي٬د تعليم ودې لپاره شتمندو له رامخې ته كېدل پكار دي٬مېرمنې خپلواكه كول په موجوده دور كښې د پرمختګ لپاره ضروري دي ۔د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د “تعليم څخه محروم ماشومان٬چېلنجونه او مخ په وړاندې د تللو لاره”په موضوع راجوړې كړې دستورې ته په خپله وېنا كښې كړې۔د دستورې اهتمام د پاكستان انسټي ټيوټ اف پارليماني سروسز(پپس)د پاكستان ټيچرز فورم په اشتراك سره كړے ؤ ۔په دستوره كښې د پارليمان غړو٬تعليم پوهه او نورو مهمو شخصياتو ګډون كولو ۔صدر مملكت ووئيل د علم وده د كومې هم ټولنې پرمختګ لپاره ضروري ده٬د تعليم څانكې په خاص توګه د سكولونو څخه بهر ماشومانو تعليم او تربيې ته پام كولو څخه به ګتورې نتيجې ترلاسه شي٬د تعليم څانګې ښه والي لپاره د حكومت سره سره ټولنې له هم خپلې ذمه وارۍ پوره كول پكار دي۔ده ووئيل “آوټ آف سكول چلډرن”كښې د 10 فيصده تعلق د پاكستان څخه دے كوم چې ډېره د خطرې خبره ده٬په هېواد كښې په پرائمري سكولونو كښې د لوستونكو ماشومانو شرح 68 فيصد ده۔صدر ډاكتر عارف علوي ووئېل د محدودو وسائلو باوجود د پاكستان څخه د ډاكټرانو او انجينئرانو لويه شمېره تربيه ترلاسه كولو نه پس بهر هېوادونو ته ځي٬مونږ له به د خپلو ترجيحات تعين كول وي٬ ده ووئېل د سكولونو څخه بهر ماشومانو ته هم د تعليم حق ترلاسه كېدل پكار دي۔ده ووئيل د منطقې ځينې هېوادونو د پرائمري تعليم كښې د 98 نه تر 100 فيصد هدف سر كړے او په پاكستان كښې دا شرح 68 فيصد ده۔صدر مملكت ووئيل بنګله دېش د ماشومانو لپاره د تعليم بندوبست او مېرمنې خپلواكه كولو سره پرمختګ كړے٬مونږ له به خپل ترجيحات سمول وي٬ ده ووئېل په اسلام كښې مېرمنو ته د وراثت حق وركړے شوے او مونږ له به په كاروبار كښې هم مېرمنې شاملول وي۔صدر ووئيل د بچو تعليم لپاره به حكومت سره سره د ټولنې هرې طبقې له خپلې ذمه وارۍ پوره كول وي او د تعليم او نورو څانګو پرمختګ لپاره به فيصله سازي زياتول وي۔ده ووئيل پاكستان د تعليم څانګې ته پام لرنې كولو سره په 10 كلونو كښې پرمختګ كولې شي خو د دې لپاره به مونږ له بشپړه اقدامات كول وي چې پكښې د نېشنل ټيجنګ كور قيام٬د سكولونو نه علاوه جوماتونو او نورو ځايونو كښې ماشومانو لپاره د تعليم بندبوست كول٬د استاذانو د كار استعداد زياتول او د خوراك د كمي ښكار ماشومانو لپاره په سكولونو كښې د خوراك انتظام كول هم شامل دي٬ دغسې د تعليم ودې لپاره به ټېكنالوجي هم كارول وي
د ماشومانو تعليم د غوره سباؤن ضمانت وركوي٬د تعليم رسنې ته به پام لرنه كول وي۔صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن