لاهور 10 فروری(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف به نن د جمعې په ورځ د لاهور هوائي اډې څخه د تركيې لپاره د مرستې سامان لېږي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې 100 ټنه مرستې سامان به تركيې ته لېږلې شي۔د تركيې پوځي الوتكه د مرستې سامان وړولو لپاره لاهور ته رارسېدلې ده۔د تركيې پوځي الوتكه د 100 ټنه مرستې سامان وړولو ګنجائش لري۔په مجموعي توګه به نن 142 ټنه مرستې سامان تركيې ته لېږلې شي۔د دې نه علاوه 12 ټنه مرستې سامان نن سهار د پي آئي اے 777 الوتكې د لارې لاهور څخه تركيې ته وړومبۍ روانه شوې۔30 ټنه مرستې سامان به د پي آئي اے خاص پرواز څخه نن د اسلام آباد څخه تركيې ته روانېږي۔د 40 ټنه سامان وړولو لپاره دوهمه الوتكه به د تركيې څخه سبا رارسي كومه به چې نور د مرستې سامان وړولو سره تركيې ته روانېږي۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی