اسلام آباد 03 اکتوبر(اے پی پی)د تعليم او پېشه وره تربيت لنډ مهاله وفاقي وزير مدد علي سندهي وئېلي دي د تل پاتې معاشي پرمختګ لپاره تعليمي نظام ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬كوم هم قام د تعليم نه بغېر پرمختګ نشي كولې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري تر سيوري لاندې د پوهنتونونو مرستې سره د زده كوونكو ترمينځه د يو بزنس پلان مقابلې ته د يو خاص مېلمه په توګه د وينا كولو په مهال كړی۔د کامسیټ یونیورسټی، رفاہ یونیورسټی، انسټی ټیوټ آف سپیس ټیکنالوجی، کیپټل یونیورسټی آف سائنس اینډ ټیکنالوجی، ایچ آئی ټی ای سی یونیورسټی ټیکسلا، نیشنل یونیورسټی آف سائنس اینډ ټیکنالوجی، نسټ بزنس سکول، قائداعظم یونیورسټی، انټرنیشنل اسلامک یونیورسټی، شفا تعمیر ملت یونیورسټی او فاطمه جناح ویمن یونیورسټی زده كوونكو بزنس پلان مقابله كښې برخه اخسته۔په دې موقع په خپل خطاب كښې د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير مدد علي سندهي ووئېل د پائيدار معاشي پرمختګ لپاره تعليمي نظام ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي او حكومت په دې لړ كښې فعاله دے۔ده ووئيل تعليم د هر كوچني بنيادي حق دے او كوم هم قام د تعليم نه بغېر ښه پرمختګ نشي ترلاسه كولے٬د ښه تعليم د لارې د بشري وسائلو پرمختګ د پالېسۍ مركزي ستن ده۔ده ووئيل حكومت د وړومبي قامي ټيكنيكل اينډ ووكيشنل ايجوكېشن اينډ ټريننګ پالېسۍ مرتب كړي چې مقصد ئې تربيت يافته او هنرمند افرادي قوت رامخې ته كولو سره د صنعتي څانګې ضروريات پوره كول دي۔د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري ووئېل د انټر يونيورسټي بزنس پلان مقابلې كولو مقصد د زده كوونكو ته يو ښه پليټ فارم وركول دي دغسې چې د سرمايه كارو په موجودګۍ كښې خپل جديد بزنس آئيډياز وړاندې كړي او د خپل ښه بزنس آئيډياز كمرشلائزېشن امكانات ښه كړي۔
د تل پاتي معاشي پرمختګ لپاره تعليمي نظام ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ د تعليم لنډ مهاله وفاقي وزير د پوهنتون زده كوونكو ترمينځه د بزنس پلان مقابلې ته وينا
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena