لاهور 09 مارچ (اے پي پي) د وزیر اعظم د كشمير او ګلګت بلتسان چارو صلاحكار قمر زمان کائرہ وئيلي دي د سائنس تعلیم د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي،تعلیم د ټولني تهذيب او تمدن رامخې ته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ اېف سی کالج كښې د سائنس فیئر دستوري ته وينا كښې وكړه۔قمر زمان کائرہ ووئيل سائنسی علوم كښې محنت کوونكي قامونه نن د پرمختګ په زغل كښې وړاندې روان دي،د سائنس پرمختګ سره ذهنی سوچ كښې بدلون راپيدا شوے، ده ووئېل د پاکستان تر تولو لويه مسئله دا ده چې مونږ د سائنس په پرمختك كښې شاته پاتي يو،سائنس د مسئلو حل وركوي۔په دې موقع ریکټر ایف سي کالج جوناتھن اډیلټن، چیئرمین لاهور تعلیمي بورډ مرزا حبیب علی ، فیکلټي ممبران او زدكوونكي موجود وو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری