د وزيراعظم شهباز شريف مولانا فضل الرحمن سره ملاقات


اسلام آباد۔13جون(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو او د هغه خيريت ئۍ معلوم كړو ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې مولانا فضل الرحمن وزيراعظم ته هركلے اووې۔ وزیراعظم ووئيل مولانا فضل الرحمن تل د جمهوري اقدارو حفاظت له سوله ايزو هلو ځلو ته وده وركړې۔ وزیراعظم د مولانا فضل الرحمن د ديني خذمات هم ستائنه وكړه۔ په دې مهال د بيان له مخې وزيراعظم د سياسي مسئلو په ګډه حل كولو له د كمېټۍ تشكيلولو تجويز وړاندې كړو