اسلام آباد 08مارچ (اے پی پی) د سندھ آئي جي او د ګلګت بلتستان آئي جي د ماتحت افسرانو ډېش بورډ جانچ پړتال بشپړ كړے كوم چې د وزيراعظم پرفارمنس ډيليوري يونټ لخوا وزيراعظم عمران خان ته وړاندې كړے شوے۔د وزيراعظم پرفارمنس ډيليوري يونټ څخه جاري اعلاميې له مخې د سندھ پوليس 78 او د ګلګت بلتستان پوليس د 20 افسرانو د ډيش بورډ جانچ پړتال وشو۔په پاكستان سيټيزن پورټل د اولس ګيلو په مناسبه ازاله نه كولو د سندھ آئي جي لخوا 25 پوليس افسرانو ته وارننګ ليټر جاري كړے شوے۔د ګلګت بلتستان ائي جي لخوا د يو ډي آئي جي او دوه اېس پيز څخه وضاحت غوښتلے شوے۔د ډسټركټ ايسټ كراچي اېس اېس پي٬د ملير اېس اېس پي٬د كورنګي اېس اېس پي٬د شهيد بېنظرآباد اېس اېس پي٬د سكهر اېس اېس پي٬د ګهوټكي اېس اېس پي٬د خيرپور اېس اېس پي٬د نوشهروفيروز اېس اېس پي٬د سانګهړ اېس اېس پي٬د لاړكانه اېس اېس پي٬د كشمور او جېكب آباد ته وراننګ ليټر جاري كړے شوي ۔د شكار پور اېس پي٬كمبر٬انويسټي ګېشن اسېټ ون او اېس پي صدر ته د سندھ آئي جي لخوا شاباش وركړے شوي او د بلتستان آئي جي لخوا د بلتستان رينج پوليس ډي آئي جي٬هنزه اېس پي٬اسكردو اېس پي څخه وضاحت غوښتلے شوي ۔د دې نه علاوه د ګلګت رينج ډي آئي جي٬د ګلګت اېس اېس پي٬د استور اېس اېس پي ته د كاركردګۍ په بنياد شاباش وركړے شوي
د سندھ آئي جي او د ګلګت بلتستان آئي جي د ماتحت افسرانو ډېش بورډ جانچ پړتال بشپړ كړو٬رپورټ د وزيراعظم پرفارمنس ډيليوري يونټ ته وړاندې كړے شو
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo