اسلام آباد 05 اکتوبر(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي مونږ د پرمختګ خوښي٬جمهوري او پرامن قام په توګه مخ په وړاندې تلل غواړو٬مونږ له به د تېر وخت غلطۍ هېرول او سباؤن پلو كتل وي٬د شخړو څخه بچ كېدل د پاكستان لپ??ره ګټه ور دي٬مونږ خپلو ټوو ګاونډيانو سره د ښو اړيكو خوښي لرو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي دا خبره د زيارت په ورځ انسټي ټيوټ آف سټریټیجك سټډيز اسلام آباد كښې سنټر فار افغانستان٬مډل ايسټ اينډ افريقه٬يونائيټډ سټيټس انسټي ټيوټ فارپيس(يو ??ېس آئي پي)مرستې سره په منطقه كښې د امن٬سلامتيا او د دې نه وړاندې: پاكستان كردار”په موضوع نړيوال كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال كړی۔ د اطلاعات او خپرنو وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي ووئيل مونږ يو ??اسې قام جوړېدل غواړو چې د خپلو خلقو خيا?? ساتلے شي او خپل اولس خېرښېګړی ته پام وكړي۔ده ووئيل د نړۍ د لويو ??اقتونو ترمينځه جاري محاذ آرائۍ نه بچ كېدل د پاكستان په ګټه دي۔حكومت خپل اولس او د هېواد معيشت ته پام كول غواړي۔ده ووئيل زمونږ د چين او ايران سره اړيكې د وړاندې څخه ښه دي او مونږ نورو ګاونډي هېوادونو سره هم ښې اړيكې غواړو۔ده ووئيل دغسې د پاكستان مينځني ختيز سره اړيكې ډېرې ښې دي٬د تيلو دولت څخه ډك هغه هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړيكې لا ښه والي ته پام لرنه كول دي۔ده ووئيل پاكستان افغانستان سره په عملي توګه د ښو اړيكو خوښي لري٬افغانستان سره د ښو اړيكو جوړېدو لپ??ره د پاكستان مخلصانه هڅو باوجود تراوسه مطلوبه نتيجې ترلاسه نه شوې۔ده ووئيل له بده مرغه تېر نزدې وخت كښې زمونږ په خاوره 24 ځانمرګي بريدونه وشول چې پكښې 14 افغانانو كړي۔ده ووئيل د ډېرو مسئلو باوجود مونږ ګاونډي هېواد افغانستان سره اړيكې ښه كول غواړو۔لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت په دې وروستيو كښې معيشت قوي كول٬تجارت ته وده وركول او د تجارت او سرمايه كارۍ نوو موقعو لټولو لپ??ره اېس آئي اېف سي له مخې ګڼ شمېر اقدامات كړي٬زمونږ ټولو پام معيشت او تجارت پلو دے۔
د ماضي تېروتنې به هېرول او سباؤن پلو به كتل وي٬د شخړو څخه بچ كېدل پاكستان لپاره ګټه ور دي۔د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي په “منطقه كښې امن٬سلامتيا او د دې څخه وړاندې:د پاكستان كردار”په موضوع نړيوال كنفرنس ته خطاب
Interesting forest entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa