اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيل?? دي پاکستان سویټ هوم د ټولنې د کمزورې طبقې د تحفظ، روزنې او زده كړو ذريعه ده، د پاکستان سویټ هوم ماشومانو د ژوند په ټولو برخو کښې خپل صلاحيتونه ثابت كړي ۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د پاكستان سویټ هوم مشر زمرد خان سره د خبرو په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د اطلاعات نګران وفاقی وزیر د پاکستان سویټ هوم ماشومانو لپاره د زمرد خان خد??ات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاکستان سویټ هوم له ??ارې د یتیمانو او بې وزله ??اشومانو لپاره د زمرد خان نه هېرېدونکې جذبه او خد??تونه د ستائنې وړ دي۔ په دې موقع زمرد خان ووئیل پاکستان سویټ هوم نن خپل مقاصد ترلاسه کوي، د پاکستان سویټ هوم ماشومانو ته د عصري تعلیم تر څنګ غوره تربيه هم وركولې شي ٬ هيله ده چې دا ماشومان به سباؤن كښې د هېواد په مهمو څانګو كښې خذمات ترسره كوي ۔
پاكستان سويټ هوم د ټولنې تر ټولو كمزورې طبقې ساتنې ٬ روزنې او د زده كړو ذريعه ده٬ د نګران وفاقي وزير د پاكستان سويټ هوم مشر زمرد خان سره د ملاقات په مهال خبرې
Miracle feat entertainment platform link
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر