اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء ﷲ وئيلي دي چې وزيراعظم د اسرائيلي جارحيت په هر فورم بشپړه غندنه كړې ده٬ فلسطينيا??و لپاره به زر ټنه د مرستې سامان لېږلې شي٬ د اسرائيلي مصنوعات د استعمال لاره نيولو لپاره كمېټي ج??ړه كړې شوې ده٬د مظلوم فلسطينيانو مرستې او په دې د ظلمو??و لاره نيولو لپاره چې څه ممكنه وي هغه به كوؤ۔ ده دا خبره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اﷲ تارړ او د تحريك لبيک پاکستان مشرانو سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ رانا ثناء ﷲ ووئيل تحريك لبېك پاكستان د فلسطين په مظلوم مسلمانانو د روانو ظلمونو په ضد څو ورځې راهسې په فېض آباد كښې په احتجاج دے٬ دوي سره ز??ون?? مذاكرات شوې دي٬ د ټي اېل پي د امير حافظ سعد حسېن رضوي په مشرۍ كښې د فلسطين د مظلوم مسلمانانو مرستې او د اسرائيلي جارحيت او د ظلم پحقله مطالبات وو٬ حكومت په دې لر كښې خپلې هڅې د وړاندې نه جاري ساتلې وې، د دوي لخوا د پام راګرځولو په سبب ځينې چارې رامخې ته شوې دي٬ حکومت به د فلسطين مسلمانا??و لپاره هڅې نه يوازې روانې ساتي بلكې په دې كښې به زياتوالې هم كوي۔ ده ووئيل زر ټنه نه زيات د مرستې سامان به د 31 جولائي نه وړاندې فلسطين ته ولېږلې شي چې پكښې به نور سامان سره سره داروګان او ميوې هم شاملې وي۔ ده ووئيل د اسرائيل وزيراعظم په جنګي جرائمو كښې ملوث دے او اسرائيل د يو ترهګر په توګه رامخې ته شوې دې٬ ??ون?? نړيوالې و??ور??لۍ څخه مطالبه كوو چې ھغه دې اسرائيل انصاف سره مخ كړي او اسلامي نړۍ دې په دې لړ كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل په مباشر يا غېر مباشر توګه د اسرائيلي مصنوعاتو٬ كوم چې په دې ظلم او بربريت كښې مرستيال ثابت كېږي٬ د استعمال لاره به نيولې شي په دې لړ كښې ??ون?? يوه كمېټي هم ج??ړه كړې ده٬ ده ووئيل د تحريک لبيک پاکستان او حكومت ترمېنځه په دې ټولو چارو تفصيلي خبرې اترې شوې دي٬ ??ون?? د دوي د دې جذبې ستائنه كوٶ او په اخلاص او ايماني جذبې سره به په دې عمل هم كوٶ ۔ ده ووئيل چې حکومت د فلسطين ژوبل شويو لپاره د داروګانو پشمول هلته د ډاكټرانو په لېږلو هم غور كوي او د دې خبرې به هم جاج اخستې شي چې ز??ون?? په روغتونونو كښې د فلسطين د ژوبل شويو درملنه وكړې شي، دغسې د فلسطين زده كوونكو لپاره هم ز??ون?? د تعليمي ادارو دروازې پرانستې دي۔ ده ووئيل ??ون?? نړيوالې و??ور??لۍ څخه مطالبه كوٶ چې په فلسطينيانو د اسرائيل لخوا د روانو ظلمونو او بربريت په لاره نيولو كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د اسرائيلي جارحيت غندنې سره سره په دې خبره هم ز??ون?? ترمينځه د عزم پخلې شوې دې چې ز??ون?? خور ډاکټر عافيه صديقي اوږدې مودې راهسې مصيبت او كړاؤنو سره مخ ده په دې لړ كښې هم ز??ون?? هڅې ګټورې ثابتېدې شي، يو هېواد چې د بشري حقونو خبرې كوي ھغه په دې معامله هم بايد غور وكړي٬ ??ون?? به د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كولو لپاره نورې هڅې هم كوٶ۔
وزيراعظم د اسرائيلي جارحيت په هر فورم بشپړه غندنه كړې ده٬ فلسطينيانو لپاره به د مرستې زر ټنه سامان لېږلے شي: د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء ﷲ د تحريك لبيك پاکستان مشرانو سره په ګډه خبري كنفرنس ته وينا
TP card game reputable betting platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں