لاهور11 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ كښې په لاهور كښې په يوه غونډه كښې سيلاب ځپليو سيمو كښې روان ريسكيو ريليف كارروائيو تفصيلي جاج واخستلې شو۔د وزيراعظم په سپارښتنه سيلاب ځپليو له د مرستي وركولو كښې سپيځلتيا باوري كولو له ډيجيټل فلډ ډيش بورډ جوړ كړې شو ، د كوم پرانسته به چې د ګل په ورځ وفاقي وزير احسن اقبال كوي،ډيش بورډ څخه به اولس له د مرستي سامان ترلاسه كولو ، تقسيم او ترسيل ټول معلوم??ت په سمدستي توګه وركړې كېږي۔د اتوار په و??ځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم شهبازشريف په سپارښتنه سيلاب ځپليو لپاره راتلونكي مرستي او د هغې تقسيم كټول عمل سپيځلي كولو لپاره??’ډيجيټل فلډ ډيش ب??رډ??? جوړ كړې شوي چې د لارې به ئې اولس سيلاب ځپليو له نړيوالي ، وفاقي او په صوبائي كچه راتلوتكي روپۍ او د مرستي سامان په اړه نه يواځي معلومات ترلاسه كولې شي بلكه دا به هم معلومولې شي چې د مرستي دا سامان چرته چرته وركړې شوې۔ د وزيراعظم په خاص سپارښتنه ډيجيټل ډيش بورډ باضابطه پرانسته به د ګل په ورځ په 12ستمبر د منصوبه بندۍ وزيراو ډپټي چئيرمېن نېشنل فلډ ريسپانس اينډ كوآرډينيشن سينټر احسن اقبال ’اين۔ايف۔آر۔سي۔سي‘ كښې كوي۔په غونډه كښې وزيراعظم خبر كړې شو چې د هغه د سپارښتنې له مخې د مرستي سامان او عطي??ت په اړه اولس خبرولو لپاره جديد ټيكنالوجي كارولو سره يو” ډيجيټل فلډ ډيش ب??رډ??? جوړ شوې دې په كوم به چې ټول هېواد سيلاب ځپليو سيمو كښې روان د مرستي هلو ځلو ، تقسيم كړې شوي سامان او وصول شوې مرستي سامان ټول تفصيلات موجود وي۔
د وزير اعظم په سپارښتنه سيلاب ځپليو له مرستي وركولو كښې سپيځلتيا باوري كولو له ډيجيټل فلډ ډيش بورډ جوړ شو
Lightning Lotto login platform
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر