د کشمیر مسئلې حل كولو نه پرته په سوئيلي آسیا کې امن نه شي راتللے۔ د بهرنیو چارو وزیر بلاول بھټو
Official website of craps
APP66-210922
NEW YORK: September 21 - Foreign Minister Bilawal Bhutto Zardari speaking at the ‘High Level Meeting on Effective promotion of the Declaration on the Rights of Persons Belonging to National or Ethnic, Religious and Linguistic Minorities’on sidelines of 77th UNGA session. APP
نیویارک۔21ست??بر (اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د کشمیر مسئلې حل كولو نه پرته په سوئيلي آسیا کې امن نه شي راتللے٬ پاكستان د جموں وكشمير شخړې هواري له هند سره يو وارې بيا خبرو پېل كولو له چمتو دے٬ دې ډول خبرو اترو له سازګار چاپېريال جوړول ?? هند ذمه واري ده۔ او آئي سي رابطه ګروپ د مقبوضه كشمير ناوړه صورتحال پلو د نړۍ پام ګرځولو كښې مهم كردار ترسره كړے ٬ او آئي سي دا معامله بايد د ملګرو ملتونو په اړوندو فورمونو پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77 مې غونډې په موقع د او آئي سي د جموں و کشمیر رابطه ګروپ وزارتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې دا مهال 9 لكه عسكر موجود دي۔ ?? هند پو?? د ??لم او جبر اقدامات كوي۔ خارجه وزير ووئيل هندي چارواكو ټول حريت قيادت كوم چې د كشميري اولس د سياسي هيلو حقيقي نمائندګان دي په زندانونو كښې اچولے دے۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل په “هندوتوا” نظریه عمل كولو سره په هند كښې د آر اېس اېس بي جے پي حكومت د څلورم جنېوا كنونشن په شمول د نړيوا?? قانون سخته خلاف ورزي كولو سره په مقبوضه سيمه كښې غېر قانوني آبادتي بدلونونه پېل كړي۔ نوي د “ډومیسائ?? قانونونه ” معارفي كولې شي او په مقبوضه كشمير كښې پاتې كېدو لپاره د ګرد هېواد څخه هندوانو ته 40 لكه څخه زيات جعلي ډوميسائل سرټيفيكېټ جاري كړې شوي۔ د بهرنیو چارو وزیر ووئیل د کنټرول لائن په اوږدو كښې په 25 فروري 2021 د جنګ بندۍ لوظ نامه په اېل او سي امن راوستو ٬ د كشميري اولس قيمتي ځانونو بچ كولو او د اېل او سي دواړو اړخونو ته د كشميري اولس مصيبتونو كمولو له د پاكستان د هڅو يو غوره مثال دے۔ ده ووئيل مونږ هيله لرله چې هند به د شخړې هواري له او د خبرو اترو بحالۍ له مثبت ګامونه پورته كړي خو د دې په ض?? هند خپل ظلمونه لا زيات كړي۔ ده ووئيل ٬ پاكستان د جموں وكشمير شخړې هواري له هند سره يو وارې بيا خبرې پېل كولو له چمتو دے٬ دې ډول خبرو له سازګار چاپېريال جوړول ?? هند ذمه واري ده۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل او آئي سي له به دا معامله د ملګرو ملتونو په اړوندو فورمونو پورته كولو كښې خپل كردار ترسره كول وي په كوم كښې چې د رابطه ګروپ لخوا سلامتي كونسل ته د مشتركه خط ليكلو امكان هم شته۔