اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د مذهبونو ترمينځه په كنفرنسونو٬ مكالمو او د غونډو كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل په اسلامي ټولنو كښې دې د اعتدال خوښۍ ٬امن او سماجي او اقتصادي انصاف وده باوري كړی شي٬د هندوستان مسلمانان د اسلامو فوبيا منفي اثرات څخه بچ كولو لپاره د كوټلو اقداماتو ضرورت دے۔د ??ې خيالاتو څرګندونه ده د رابطه عالمي اسلامي سيكرټري جنرل ډاكټر محمد بن ع??دا??كريم العيسٰی سره ملاقات كښې كړې۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوي د رابطه عالمي اسلامي سيكرټري جنرل ډاكټر محمد بن ع??دا??كريم العيسٰی ته هلال پاكستان وركړو۔ هلال پاكستان ډاكټر محمد بن ع??دا??كريم له د يتيمانو ماشومانو كفالت٬روغتيا٬ سماجي څانګو او پاكستان لپاره د خذمات په اعتراف كښې وركړے شو۔د دې نه پس صدر سره هغه ملاقات هم وكړو۔په دې موقع د مذهبونو ترمينځه همغږۍ وفاقي وزير مفتي ع??دا??شكور او په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي هم موجود وو۔صدر مملكت ووئيل “;اس??امو فوبيا”مسلمانانو ته رامخې ته شوو په لويو چېلنجو كښې يو دے٬د اسلام په اړه په نړۍ كښې يره ختمولو ته اړتيا ده، اسلام د وګړو ترمينځه امن، یووالي او همغږۍ پیغام وركوي۔ده ووئيل د بيلو قامونو وګړي د اسلام حقیقی پیغام څخه خبرولو ته اړتيا ده۔ صدرپه نړۍ كښې د اسلام حقیقی تصور او د همغږۍ پیغام رامخې ته كولو او د مذهبونو ترمينځه کنفرنسونو ، مکالمو او د غونډو كولو په حاجت زور راوړو۔ صدر مملکت په هند كښې د اسلامو فوبیا په زيات شوې رجحان د تشویش څرګندوني سره ووئيل هند كښې د اسلام فوبیا ژرړي ژورې دي او د هغي په ریاستی كچه سرپرستی کېږي، د هند مسلمانان د اسلامو فوبیا منفی اثرات څخه بچ كولو لپاره كوټلي اقدامات ته اړتيا ده۔ صدر مملکت د رابطه عالمی اسلامی په عالم اسلام كښې د ښېګړې لپاره هڅي وستائلي۔ډاكټر عارف علوی په پاکستان كښې د اسلامی عجائب ګھرو جوړولو عملدرآمد هم وستائلو۔ صدر مملکت د پاکستان مهم مالي حاجتونو او سيلاب ځپليو ستونزو كمولو لپاره په مرسته كولو د سعودی عرب مننه وكړه۔ د راب??ه اسلامی سیکرټری جنرل ډاكټر محمد بن ع??دا??کریم العیسیٰ د ملګرو ملتونو پشمول په هر نړيوال فورمز د اسلامو فوبیا په ضد غږ پورته كولو له د پاکستان هڅي وستائلي۔ده ووئيل د پاکستان سکالرز او سول سوسائټی د اسلامو فوبیا په زيات شوې رجحان تشوېش لري۔ سیکرټری جنرل دوه ورځني نړيوال سیرت النبی ﷺ کنفرنس ته د صدر مملکت خطاب هم وستائلو۔
صدر ډاكټر عارف علوي سره د رابطه عالمي اسلامي سيكرټري جنرل ډاكټر محمد بن عبدالكريم العيسٰی ملاقات ٬د مذهبونو ترمينځه په كنفرنسونو٬مكالمو او غونډو كولو په حاجت زور
monopoly online website
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا