اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د مسئلو حل٬ معاشي او سياسي استحكام لپاره د ټولو ډلو يو ځاې ناسته او خبرې اترې ضروري دي٬هيله ده چې د خبرو اترو څخه به د چارو مخ په وړاندې بوتللو كښې ښه والے شي۔د زيارت په ورځ د نجي ټي وي پروګرام (رو برو ) كښې ده ووئيل راروان كال په 11م اګست به اوسنۍ اسمبلي به خپله موده په ترسره كولو پخپله تحليل شي او بيا به د دوه مياشتو دننه ټول ټاكنې كېږي او كه نن هم اعلان وكړے شو نو ??ه نوو ټول ټاكنو ??ښې به درې مياشتې وخت لګي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په مهمه تعيناتۍ مشاورت او رائے وركول كوم غېر آئيني اقدام نه د??۔وفاقي وزيرانو ??م په د?? حقله د مشاورت خبره كړې او دغسې د مشاورت په حقله وړاندې هم مثال موجود دے۔د پي ټي آئي لانګ مارچ په حقله ده ووئيل د احتجاج حق آئين وركوي٬اوس دا په اتحادي حكومت منحصر ده چې عدم ??ستحكام لا زياتوي يا نه۔ زه غواړم چې دا معامله په ګډه ناسته حل كړی شي۔صدر ووئيل مونږ له نړۍ ته د معيشت په حقله استحكام ښودل دي٬آئي اېم اېف سره شوې وعدې په هېواد كښې بس د استحكام په صورت تر سره كېدې شي ځكه چې دا د هېواد لپاره ضروري ده چې ټول كېښني او خبرې وكړي۔ده ووئيل كه عمران خا?? د ??كومت سره كېښناستل نه غواړي نو د هغه ملګري خو كېښناستي شي٬زه تعجب لرم چې په د?? كښې تاخير ولې كېږي٬د سياست په سبب معيشت او خلقو ته زيان رسېدے شي۔صدر مملكت ووئيل هڅه كوم چې معاملات د خبرو اترو د لارې حل شي او زه هيله لرم چې دې څخه به په حالاتو ګښې ښه والے راشي۔د پاكستان اتومي اثاثو په حقله د امريكائي صدر د بيان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان يو ذمه وار نيوكليئر اسټېټ دے٬پاكستا?? د ??تومي اثاثو د كنټرول او منيجمنټ غوره سسټم لري او د جوهري توان نړيوالې ادارې هم د دې توثيق كړے دے۔
د مسئلو حل٬ معاشي او سياسي استحكام لپاره د ټولو ډلو يو ځاې ناسته او خبرې ضروري دي۔ډاكټر عارف علوي
Craps Online Betting
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش