اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) د تاجكستان صدر امام علي رحمان د شورؤ په ورځ په دوره ورځنۍ دوره پاكستان ته راورسېد۔ د اسلام په نړيوال هوائي مېدان وفاقي وزير سيد نويد قمر پاكستان ته په رارسېدو د تاجكستان صدر امام علي رحمان ته تود هركلے ووې۔ په دې موقعه ده ته د 21 توپو سلامي وكړې شوه او په روايتي جامو كښې كوچنيانو ده ته ګلدستې وړاندې كړې۔ ده ته د دې دورې بلنه وزيراعظم شهباز شريف وركړې وه?? تاجك صدر به د خپلې دورې په مهال په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په پياوړتيا د خيالاتو څرګندونه كوي۔ هيله ده چې د ده دورې په مهال به يو شمېر لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه هم لاس ليك شي۔ د پاكستان او تاجكستان ترمينځه پخوانۍ تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي اړيكې په ګډ احترام ا?? غېر معمولي همغږۍ اډانه دي۔ دواړه هېوادونه په سي??ه ايزو او نړيوالو مسئلو يو ډول دريځ لري۔ هيله ده چې د تاجك ص??ر د پاكستان دې دورې سره به په بېلو څانګو كښې همكاري لا ژوره او زياتېدونكي جيو اكنامك هكماري لا قوي شي۔
تاجك صدر امام علي رحمان اسلام آباد ته راورسېد ٬ وفاقي وزير سيد نويد قمر يۍ هركلے وكړو
Download Ten Times Victory APP
مضمون کا ماخذ : apostas quina