اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وز??ر رانا ثناﺀ الله خان او د سعودي عربستان د كورنيو چارو دوهم وز??ر ناصر بن عبدالعزیز د روډ ټو مكه منصوبې بشپړ نفاذ ته اتفاق كولو سره وئيلي دي د دې منصوبې لاندې به حج له تلونكو ته په پاكستان كښې د امېګرېشن آسانۍ وركولې شي۔ د شورؤ په ورځ د وفاقي وز??ر رانا ثناﺀ الله او د سعودي دوهم وز??ر ډاكټر ناصر بن عبد العزيز ترمينځه د پلاويو په كچه ملاقات ??شو۔ د كورونيو چارو دوهم وز??ر عبدالرحمن کانجو، سېكرتري سید علی مرتضیٰ او نور اړوند چارواكي هم ملاقات ??ښې موجود وو۔ په ملاقات ??ښی په پاك سعودي اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ په ملاقات ??ښې د دې منصوبې په راتلونكي پړاؤ كښی د كراچۍ او لاهور ائيرپورټس څخه په پېل كولو هم اتفاق وكړے شو دغسې چې زياتو نه زيات حاجيان صاحبا?? دې آسانۍ څخه استفاده وكړې شي۔ په دې لړ كښې به د لوظنامې لاس ليك كولو دستوره نن په وز??راعظم هاؤس كښې كېږي۔ په ملاقات ??ښې د پاكستاني پاسپورټ لرونكو برمي مسلمانانو مسئله هم په مشاورت سره په حل كولو مواف??ت وكړے شو۔ وفاقي وز??ر رانا ثناﺀ الله سعودي وز??ر سره په سعودي زندانونو كښې د بنديوان پاكستانيان زر راخوشې كولو په اړه هم خبره وكړه ٬ په دې سعودی وزیر ووئيل 108 پاكستاني وګړي خوشې كړې شوي او د يو شمېر نورو كېسونو تحقيقات ??ولې شي۔ ده وفاقي وز??ر ته د دې ډول بنديوانو زر تر زره د راخوشې كولو باور وركړو۔ د ګډې چېنلنجونو مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وزارتونو د دوه اړخيزه کوارډینېشن په لا ښه كولو مواف??ت وكړو۔ دې څخه وروستو وفاقي وز??ر رانا ثناﺀ الله د سعودي وز??ر په درناوي كښې د غرمې مېلمستياﺀ هم وركړه په كومه كښې چې د اطلاعات ??فاقي وز??رې مريم اورنګزېب ، د مذهبي چارو وفاقی وزیر سېنېټر طلحه محمود او وفاقي وزیر شاہ زېن بګټي هم موجود وو۔ په دې موقع خپله وېنا كښې وفاقي وز??ر رانا ثناﺀ الله خان ووئيل د روډ ټو مكه پراجېكټ لاندې به اسلام آباد ائيرپورټ څخه 26 زره حاجيانو صاحبانو ته آسانۍ وركولې شي۔ د سعودي داخله وز??ر باور راكړے چې دا شمېره به 40 زره ته رسولې شي او د راروان كال په مهال به د لاهور او كراچۍ حاجيانو صاحبانو ته هم دا آساني وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستانے اولس د سعودي اولس سره د مينې خپلولي لري٬ مونږ خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز سره مينه او انسيت لرؤ۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره زمونږ اړيكې 75 كاله پخوانۍ دي خو د حجاز پاك زمكې سره زمونږ روحاني او جذباتي تړون د سوؤنو كالو پخوانے دے۔ ده ووئيل د ټول اولس او وز??راعظم شهباز شريف لخوا د سعودي خادم الحرمېن شريفېن روغ صحت له دعا كوؤ او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ته د پاكستان دورې بلنه وركوؤ۔ سعودي وز??ر په تود هركلي او درنه مېلمستيا كولو د خپل او خپل پلاوي لخوا د پاكستاني حكومت او وفاقي وز??ر مننه وكړه۔ ده ووئيل مېلمستيا د پاكستاني اولس پخوانے صفت دے۔ ده ووئيل زه د پاكستان دورې په مهال زياته خوشحالي محسوسوم۔ په بېلو چارو خبرې وشوې او او د ځينو په اړه موافقت سره پرېكړې هم شوي۔ ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه اړيكې اوسنۍ نه بلكې دا يو اوږد تاريخ لري٬ مونږ دې ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له لاس په دعا يم
د روډ ټو مكه منصوبې لاندې به حج له تلونكو ته په پاكستان كښې د امېګرېشن آسانۍ وركولې شي٬ رانا ثناﺀ الله خان ٬ ناصر بن عبد العزيز
High-spirited online entertainment links
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج