اسلام آباد۔14دسمبر (اے پی پی) د هېواد بره سيمو او لويديزو سيمو كښې به وريځ وي ، په ځينې ځايونو د باران او په غرونو د واورې ورېدو امکان دے ٬ دغسې په میداني سيمو كښې به لړه وي ۔ د موسمیات محكمې تر مخه د جمعې په ورځ به د هېواد په زياتره مېداني سيمو كښې موسم يخ او خشک وي خو په بره سيمو كښې به وريځ وي ۔ په دې مهال بره خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او د بلوچستان په قطبي لويديزو ضلعو كښې د وريځ او ګړز ګړوز سره باران او په غرونو د واورې ورېدو امکان دے ۔ د دې نه علاوہ پنجاب، د خیبر پښتونخوا په میداني سيمو او بره سندھ كښې د سهار او د شپې په وختونو د لړې او د پنجاب په ځېنې میداني سيمو كښې د سختې لړې امکان دے ۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشک ؤ دغسې په شمالي سيمو كښې شدید يخ ؤ ۔ په دغه مهال هېواد كښې د لږې نه لږه د تودوخې درجه لهه كښې منفي 11،سکردو منفي 07،کالام منفي 06، ګلګت، سرینګر منفي 05، ګوپس منفي 04، قلات، راوالاکوټ، دیر اور استور كښې منفي 03 ډګري سینڼي ګریډ ریکارډ کړې شوې ده ۔
د هېواد بره سيمو او لويديزو سيمو كښې به وريځ وي ، په ځينې ځايونو د باران او په غرونو د واورې ورېدو امکان دے
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados