اسلام آباد 06 جون (اے پي پي)د ماحوليات بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي د قدرتي ماحول او آب وهوا انحطاط لويه وجه روانې انساني هلې ځلې دي٬ د ماحوليات په اړه د مسائل حل لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت دے۔دې د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ نېشنل انسټي ټيوټ آف ميري ټائم افيئرز سيوري لاندې د نړيوالې ورځې ماحوليات 2022 ويبينار كښې د خاص مېلمنې په توګه وېنا كولو په مهال كړې۔وفاقي وزيرې د خپلې وېنا په مهال ووئيل پاكستان ماحول ته د قدر په سترګه ګوري٬د حياتياتي تنوع زيان٬د موسمياتي بدلون او آلودګي زمونږ په ماحول كښې د بدلون مهم محركات دي۔دې ووئيل قدرتي ماحول او د آب و هوا تباهي د يو زر كالو څخه د روانو بشري هلو ځلو سبب دے۔ دې ووئېل روان كال د هېواد په ځينو سيمو كښې درجه حرارت 51 ډګري سينټي ګرېډ څخه تجاوز شوے ۔د هېواد ماحول په څو طريقو خرابېږي٬په دې ك??ې ي?? سمندري آلودګي هم شامله ده۔ دې ووئېل په پاكستان ګښې په ك??ل 2020 كښې 3.9 ملين ټن د پلاسټكخوله پېدا شوې چې پك??ې يوازې 30 فيصد كوري سائيكل كېږي٬مونږ هر كال 65000 مېټرك ??ن اضافي د پلاسك خزله درآمد كوو كومه چې د ځايې مينو فيكچرز مصنوعات جوړولو لپاره استعمالوو۔دې ووئيل د نړيوال بېنك له مخې په اباسين كښې 10000 مېټرك ??ن مائيكو پلاسټك بحيره عرب ته ځي٬د پلاسټك بوتلې٬كسوړې٬سيورېج پشمول نوره خزله هم په دې كښې شامله ده ۔دې ووئېل اباسين كوم چې د ځينو حياتياتي تنوع څخه ډك ؤ او د كډه كوونكو مرغانو او د نورو ځناورو لپاره قدرتي د آفزائش ځاے هم ؤ ۔وفاقي وزيرې ووئيل په ډېلټا كښې ټول ټال د 14000 مينګرووز محفوظولو انتظام شوے ۔
د ماحوليات په اړه د مسائلو حل لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت دے۔شيري رحمان
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا