اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) ??زا??ې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي د ضمني مالياتي بل بنيادي مقصد معيشت دستاويزي كول دي،د 343 اربه روپو نوے ټېكس نه لګولے كېږي بلكې د ټېكس كمے ختمېږي،په غنمو ، وريژو ، تازہ مېوو ٬ سبزۍ، پېو٬ ګني٬ ټرېكټر، سره زر ، زرعي مداخل، د چېنجو داروګان٬ په پخوانو جامو او د سنېما په آلات به هېڅ ټېكس نه لګي٬ اپوزيشن او سوشل ميډيا چې كومه واوېلا كړې ھغه صداقت نه لري، ادارې قوي كول د پي ټي آئي د منشور برخه ده٬ حكومت د ګرانۍ په ځائي عواملو د قابو موندلو هڅه كوي، دا مهال د يو شمېر سبزو او مېوو بيعه د تېر كال په مقابل ??ښې د 20 نه تر 30 في??د كمه ده۔ د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب او د اېف بي آر چئيرمېن سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا ??ښې ده ووئيل د ضمني مالياتي بل بنيادي مقصد معيشت دستاويزي كول دي، په ماضي ??ښې د ټېكس چهوټ ناسم كارولے شوے ٬ دا مهال د جنرل سېلز ټېكس شرح 17 فيصد ده٬ كومه چې يو ډول نه ده٬ به ټېكس ??ښې د كمي ګټه ترلاسه كوٶنكي ري فنډ هم اخلي۔ ده ووئيل د پاکستان او آئي اېم اېف ترمېنځه په خبرو اترو ??ښې د 700 اربه روپو په ټېكس چهوټ خبرې شوي ، په دې ??ښې پراويډنټ فنډ او پرسنل انکم ټيکس هم شامل وٶ، حکومت دا د 700 اربه روپو نه 343 رابه روپو ته راوستي ، ده ووئېل د دې مطلب دا نه دے چې د 343 اربه روپو نوے ټېكس لګولے كېږي، دا چھوټ ٶ كوم چې ختمېږي، د ??زا??ې وزير سپناوي كولو ??ښې ووئيل په مشينيرۍ او آلات 112 اربه روپۍ، په فارما 160 اربه او پاتې څانګو لپاره 71 اربه روپۍ د ټېكس چهوټ ختموٶ، د مشينيرۍ ټېكس ري فنډ ايبل اوايډجسټبل دے، د دې مطلب دا دے چې مشينري يا فارما صنعت به ټېكس خو وركوي خو دا به ري فنډ يا اېډجسټ كېدے شي، د دې د ري فنډ موده 7 ورځې ده، كه په دغه موده ??ښې ري فنډ نه شوې نو دا به په سېلز ټېكس يا انكم ټېكس ??ښې اېډجسټ كېږي ۔ د ??زا??ې وزير ووئيل سوداګرو او صنعت كارو د دې اقدام ملاتړ كړے او دوي مونږ ته وئيلي دي چې د هېواد په تاريخ ??ښې داسې نه دي شوي ٬ سېلز ټيکس ري فنډ دا مهال په 48 ساعتو ??ښې وركړے كېږي۔ د ??زا??ې وزير ووئيل د 71 اربه روپو د نور ټېكس كمي تعلق د عېش عشرت څيزونو څخه دے په دې ??ښې لګژري څيزونه او امپورټډ څيزونه لك?? سائيکل، سائمن فش، د بېکرۍ څيزونه، او درامد كړي ساسجز شامل دي۔ د ??زا??ې وزير ووئيل په عام اولس يوازې د دوه اربه روپو ټېكس لګي، د دې ملطب دا دے چې د ضمني مالياتي بل پحقله چې كومې ډنډورې كېدې ھغه د “کھودا پهاړ او نکلا چوها” غوندې صورتحال دے٬ پرسنل کمپوټر، د ګنډلو مشين، ماچس او د سور مرچكي غوندې څيزونو باندې دوه اربه روپۍ ټېكس چهوټ ختم كړے شوے ، دې لپاره د ضمني مالياتي بل څخه د ګرانۍ پحقله اندېښنې بې بنسټه او د حقائق په ضد دي۔ د ??زا??ې وزير ووئيل دا ټوله كاروائي معيشت دستاويزي كولو لپاره دي، كوم كسان چې به خپل كاروبار دستاويزي كوي ھغوي ته به په ټېكسز او ري فنډ ??ښې ريليف ترلاسه كېږي ۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره په خبرو اترو ??ښې د خوراكي توكو په ټېكس چهوټ ختمولو زمونږ جنګ شوے، ده ووئيل مونږ په آئي اېم اېف واضح كړې په ټېكس وركوونكو به مونږ نور ټېكس نه لګوٶ، مونږ په پراويډنټ فنډ ټيکس هم لر كړے۔ د ??زا??ې وزير ووئيل د جي اېس ټي هدف تر 3 زره روپو دے او په دې ??ښې به په دوه اربه روپو كوم طوفان نه راځي٬ په عامو وګړو به هېڅ بوجه نه راځي او نه به ګراني راځي۔ د سټېټ بېنك خپلواكۍ پحقله خپلو خبرو ??ښې د ??زا??ې وزير ووئيل ادارې قوي كول د پي ټي آئي د منشور برخه ده، تر څو چې تاسو ادارو ته اختيارات نه وركوۍ٬ مداخلت كوۍ نو ادارې به نه قوي كېږي، د آئي اېم اېف لخوا مونږ ته وئيلي شوي چې د سټېټ بېنك استعمال ډېر خراب كېږي، په ماضي ??ښې واكمنو سټېټ بېنك څخه په صفر شرح سود قرضې اخستې كومې چې د نوټ چاپ كولو برابر دي ،ده ووئېل د پي ټي آئي حکومت چې كله راغلو نو په حكومت د ستېټ بېنك د قرض حجم 7 ټريلين روپۍ ٶ، دا مهال د دې قرض حجم 6.4 ټريلين روپۍ دے۔ د ??زا??ې وزير ووئيل موجوده حكومت سټېټ بېنك څخه يوه روپۍ قرض نه ده اخستې٬ حکومت په پارلمان ??ښې په وړاندې كړي بل ??ښې سټېټ بېنك په انتظامي توګه د خپلواكه كولو وئيلي دي او د سټېټ بېنك اتھارټي بورډ آف ګورنرز ته د وركولو تجويز دے٬ د بورډ آف ګورنرز سفارشات حکومت ته راځي او بورډ به حكومت جوروي۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك بل څخه بېنك د پارلمان او كمېټو په وړاندې ځواب وركونكے جوړ كړے شوے ، د دې بل د لارې د پارلمان خپلواكۍ ته وده وركړې شوې ، د بل نه وړاندې د بېنك چارواكو سره نېب او نورو ادارو سره د اميونټي خبره شوې وه خو مونږ د دې مخالفت وكړٶ چې دا د آئين خلاف ده۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك بل پحقله چې په سوشل ميډيا څه روان دي ھغه يوازې ډنډورې دي او هېڅ معنې نه لري۔ ده ووئېل په ګرده نړۍ ??ښې سېنټرل بينکس آزاد وي٬د نړۍ په ښو معيشتونو ??ښې سينټرل بېنکس خپلواكه وي۔ د د ګرانۍ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د خوراكي تېلو ٬ پټرول ٬ سكرو او د سټيل په نړيواله كچه بيعه زياته شوې ، ګرده نړۍ ??ښې د دې څيزونو بيعه زياتېدو سره ګراني راغلې او پاكستان هم د دې څيزونو په بيعه زياتېدو متاثره شوے۔ ده ووئيل حكومت د ګرانې په ځائي عواملو قابو موندلو لپاره هڅې كوي، دا مهال د يو شمېر سبزو او مېوو بيعه د تېر كال په مقابل ??ښې د 20 نه تر 30 في??د كمه ده
د ضمني مالياتي بل بنيادي مقصد معيشت دستاويزي كول دي،د 343 اربه روپو نوے ټېكس نه لګولے كېږي بلكې د ټېكس كمے ختمېږي۔ د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وزير مملکت فرخ حبيب او د اېف بي آر چئيرمېن سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ