اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د آذربائيجان قامي ورځې په موقع د آذربائيجان سفارت لخوا راجوړې كړې دستورې ته د خطاب په مهال ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو لپاره د جامع منصوبې بندۍ ضرورت دے۔د دواړو هېوادونو اړيكې په تاريخي٬كلتوري٬شريكه روادارۍ او باور اډانه دي۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن اعلٰی قيادت په كچه د دواړو هېوادونو ترمينځه په روابطو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن د آذربائيجان قامي ورځې په موقع د آذربائيجان مشرتابه٬حكومت او پارليمان او اولس ته مباركي وركړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل آذربائيجان او پاكستان په اولسي كچه يو بل سره مينه لري۔پاكستان په وړومبو څو هېوادونو كښې شامل ؤ چا چې آذربائيجان د يو آزاد رياست په توګه منلے ؤ۔د سېنېټ چيئرمېن په دې خبره زور راوړو چې دواړو هېوادونو له د مضبوطو او سياسي اړيكو سره سره تجارتي حجم لا زياتولو ضرورت دے۔دواړه هېوادونه په امن او پرمختګ باور لري او د سيمه ايزې نمو او خوشحالي يوه شريكه ايجنډا لري ۔ ده ووئېل منطقه كښې پرمختګ لپاره سيمه ايزې رابطه كارۍ ته د لا ودې وركولو ضرورت دے۔آذربائيجان په نړيواله كچه پھ خاص توګه د كشمير په معامله تل د پاكستان د دريځ تائيد كړے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په هر سخت وخت كښې دواړو هېوادونو د يو بل مرسته كړی ده
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د آذربائيجان قامي ورځې په موقع دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada