لاهور 04 جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د چين خپله دوره د پاك چین ملګرتيا او مرستې لپاره لويه كاميابي ګرځولو سره وئيلي چې دې سره به د كركيلې ، د بنیادی اډانې پرمختګ ، پیشه ورې تربیې ، د ګوادر پورټ پراختيا ، صنعت ،معدنیات او د انفارميشن ټیكنالوجی پشمول بيلو څانګو كښې نوې همكاري جوړه شي ٬ سی پېك به په يو نوې دور كښې داخل شي،د دورې په مهال به په سی پیك فیز ټو ،بزنس ټو بزنس رابطو او د حكومتونو ترمينځه په لويو منصوبو غور كولے شي،دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د ملګرتيا نوې اړخ متعین كړے شي۔ د نهې په ورځ د چین په 5 ورځنۍ دوره روانېدو څخه وړاندې خپل يو بيان كښې وزیراعظم ووئيل په دې خوشحاله شوے يم چې پخواني ملګري هېواد چین ته روان يم،چین او پاكستان خپلو كښې ځانګړې خپلولي لري، وړومبۍ ورځې څخه مونږ په يو بل باور لرؤ٬ چین پاكستان خپلو كښې داسې ملګرتيا لري كومه چې په نړۍ كښې مثال نه لري،پاكستان او چین په سيمه ايز او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري،خلیجی وروڼه هېوادونه هم زمونږ د باور وړ ملګرې دي، چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان غير غیر مشروط ملګرے پاتے شوے دے ٬ د زلزلو ،جنګونو او مشكلاتو په مهال چین د پاكستان د يو ورور په شان ملګرتيا كړې، د پخواني وزیراعظم نواز شریف په تير دور كښې چین سره د پاكستان ملګرتيا او تعلق په يو نوې دور كښې داخل شوه او د سی پیك د لارې نواز شریف د وزیراعظم په حېث پاكستان ته نزدې د 45 اربه ډالره سرمایه كاري راوړې او په نتيجه كښې ئې په پاكستان كښې په زړه پورې سوكالي راغلې او تر ټولو لويه مسئله د برېښنا د لوډشيډنګ وه چې له امله يۍ هېواد په تيارو كښې ډوب ؤ، زمونږ صنعتونه ودريدلې ؤ او زمونږ شنه پټي وران شوې ؤ خو د چین د ښې مرستې په سبب پاكستان كښې د نواز شریف په دور كښې نه يواځې د برېښنا لوډشيډنګ ختم شو بلكې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور پيل شو چې ورسره د پاكستان مخالفین سخت پرېشان شوې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل د چین دورې سره به د پاك چین ملګرتيا يو نوې اړخ متعین شي او په دې كښې به سی پیك په يو نوې دور كښې داخل شي كوم ته چې د سی پیك فیز ټو نامه وركوؤ ٬ د دې دورې په مهال به د بزنس ټو بزنس رابطو او اړيكو كښې ښه والي له هڅې كولې شي دغسې د حكومتونو ترمينځه په لويو پروژو به كوټلې خبرې اتري كولې شي۔وزیراعظم ووئيل د چین صدر شی جن پنګ يو زيرك لارښود دے د هغه د سوچ له امله نه يواځې په چین كښې سوكالي او پرمختګ شوې بلكه چین په نړۍ كښې دويم لوے معاشی او پوځي قوت جوړ شوے دے۔ وزیراعظم ووئيل د دې دورې په مهال به زما ملګري وزيران ، سركاری افسران او پوهان زما معاونت كوي او باور لرم چې په ښه ډول به د چین قیادت سره خبرې اتري وكړؤ او نوې لوظنامې به ترسره كړو او بيلو څانګو كښې به نوې شراكت داری جوړه شي۔وزیراعظم ووئيل دې سره به د كركيلې ، د بنیادی اډانې پرمختګ ، پیشه ورې تربیې ، د ګوادر پورټ پراختيا ، صنعت ،معدنیات او د انفارميشن ټیكنالوجی پشمول بيلو څانګو كښې نوې همكاري جوړه شي او په خاص توګه اقتصادی زون او ګوادر پورټ ته د لا پراختيا وركولو په څير په نورو پروژو به خبري اتري وكړؤ۔ د پاكستان او چین ترمينځه سلك روټ كومه چې پخوانۍ لاره ده د هغې په پراختيا به خبرې اترې كولې شي دا هغه ایجنډا ده په كوم چې به چین سره پاكستان خبرې اترې كوي ٬ مونږ د چين مننه كوو چا چې د كشمیر اولس آزادۍ لپاره غږ پورته كړې او په دې كښې كله هم تذبذب سره مخ شوے نه دے او په ښكاره ډول ئې د كشمیریانو حمایت كړے دغسې پاكستان تل د چین ون چائنا پالیسۍ پشمول په هره كچه حمایت كړې٬ د هانګ كانګ او تائیوان، ساؤتھ چائنا ،جی ډی آئی او د جی اېس آئی پشمول په ټولو چارو پاكستان د چین د موقف ملاتړ كړے٬ پاكستان تائیوان د چین برخه ګڼي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستانيانو ته خواست كوم چې زمونږ د دورې د كاميابۍ دعا اوكړي او په خاص توګه دا دعا چې پاك پروردګار دا دوره د پاكستان او چین ملګرتيا قوي كولو كښې مرستياله وګرځوي او د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ لپاره د يو بدلون ذريعه جوړه شي
د چين دورې سره به د كركيلې ، د بنیادی اډانې پرمختګ ، پیشه ورې تربیې ، د ګوادر پورټ پراختيا ، صنعت ،معدنیات او د انفارميشن ټیكنالوجی پشمول بيلو څانګو كښې نوې همكاري رامخې ته شي٬ وزیراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : quina acumulada