اسلام آباد۔17مارچ (اے پی پی) د سېنېټ په خاص غونډه كښې يو قرارداد منظور كړے شوے په كوم كښې چې د تېرو 50 كلونو په مهال د آئين بر لاسے باوري كولو له په محنت كولو او د سازګار چاپېريل په برابرولو د سېنېټ د ملازمينو د خذمات اعتراف او د دوي ستائنه وكړې شوه۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ 50 مې سالګرې په مناسبت د كولډن جوبلي په يادګاري غونډه كښې د سېنېټر سليم مانډوي والا په شمول د نورو سېنېټرانو لخوا يو قرارداد ايوان ته وړاندے كړے شو په كوم كښې چې ووئيل شول چې دا ايوان د تېرو 50 كلونو په مهال د آئين سرلوړۍ او په ايوان كښې د سازګار چاپېريال په باوري كولو د سېنېټ سېكرټرېټ د ملازمينو د خذمات اعتراف او د دوي ستائنه كوي۔ په قرارداد كښې دا اعتراف هم وكړے شو چې د سېنېټ آف پاكستان د بنيادونو په مضبوطيه كښې د سېكرټرېټ د ملازمينو مهمه برخه او كردار دے٬ د دوي د خوارۍ او د قدر وړ مرستې سره د ايوان كمېټيو او غړو ته د خپل فرض په ترسره كولو كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔
د سينيټ خصوصي غونډه ٬ د سينيټ د ملازمينو د خذمات اعتراف له قرارداد منظور كړے شو
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات