اسلام آباد ۔ 17 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د ترکيه سرمایه کارو او کاروباری كسانو له بلنه وركړې چی پاکستان كښې د کاروباری ښه چاپيرچل څخه استفادہ وكړي او د توان ، بنیادی ډھانچې ، كر كيلې پشمول بيلو څانګو كښې سرمایه کاری وكړي۔ ده دا خبره د زيارت پھ ورځ د سرمایه کارۍ بورډ د سېورې لاندې پاك۔ترک سرمایه کارۍ ګول میز کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان هم موجود ؤه۔ وزيراعظم د پاك۔چین اقتصادی راهدارۍ پروژې ذكر كولو سره ووئيل دې پروژې ترمخه د 46 اربه ډالره سرمایه کاری كېږي،هيواد كښې کاروباری هلو ځلو زياتولو له سرمایه کارو له ګڼ مراعات او ښه موخې وركړې كېږي، پاکستان د کاروباری انډیکس 2017ء په لړ كښې د نړۍ په 10 لويو هيوادونو كښې يو دے،پاکستان کاروبار لپاره په ښو هيوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل د راهدارۍ سره په لويه توګه صنعتی پارکس او زون جوړېږي ، مونږ باور لرو چې دې سره به پاکستان كښې تجارتی او صنعتی هلې ځلې زياتې شي۔ ده ووئيل د پاك۔چین اقتصادی راهداری به ګوادر د شمال مغربی چین او د مينځنۍ اسياﺀ ریاستونو او افغانستان سره وتړلې شي، مونږ غواړو چې ترکیه كښې زمونږ ملګري هم د دې اقتصادی پرمختګ برخه وګرځي۔ وزیراعظم ووئيل هيواد كښې كاروباري هلو ځلو لپاره سرمایه کارو له ګڼ مراعات او موخې وركړې كېږي۔ وزیراعظم ووئيل د دواړو هيوادونو د اقتصادی پرمختګ او سوكالۍ لپاره د كار عزم سره به نزدې اقتصادی رابطې لا ښې شي۔ ده ووئيل دواړه هيوادونه دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو له لوظي دي۔ ده ووئيل د پاکستان او ترکیه اولس غم او خوشحالۍ شريكه ده۔ د هيواد د اقتصادی وضعې ذکر کولو سره وزیراعظم ووئيل د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې اقتصادی ډلې معاشی استحکام له شپه ورځ كار كړې۔ ده ووئيل د افراط زر فشار كم شوے ، مالیاتی خسارہ په قابو كښې ده ، په شرح مبادله باور بحال شوې دغسې اقتصادی اشاری مثبت دي ،ده ووئېل د زرمبادلې پانګی زياتي شوي او نړيوالو ریټنګ ایجنسیو د پاکستان اقتصادی درجه بندي ښه كړې۔ ده ووئيل د ترکيه سرمایه کارو په کنفرنس كښی ګډون په پاکستانی معاشی پالیسو د باور څرګندونه ده۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان کاروبار لپاره يو خوښ هيواد دے۔ وزیراعظم ووئيل حکومت د توان بحران ختمولو ته پام لرنه كوي او تر 2018ء به د هيواد څخه د برېښنا لوډ شیډنګ ختم شي۔ ده ووئيل د قدرتی مائع ګاز درآمد لړۍ پيل شوي او مونږ شخصی څانګه سره نور ایل این جی پورټ ټرمینلز جوړوو۔ ده ووئيل د توان په كمي قابو موندلو له په ګڼو پروژو كار روان دے ۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د سماجی پرمختګ او اصلاحات په ایجنډه هم كار كوو، مونږ خپل اولس له د تعلیم او صحت خذمات ښه كوو ، وزيراعظم ووئېل مونږ د کارپوریټ سیکټر اصلاح کوو ، د نوي کمپنیو قانون نافذ کړے شوے۔ده ووئيل حکومت د نړيوال اقتصادی چاپيرچل څخه خبر دے ، مونږ د دغه چیلنجونو مخنيوي له لوظي يو ، زمونږ د ھڅو مثبتې نتيجې رامخې ته كېږي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د ترکيه شخصی څانګې له پراخه موخې شته ۔ وزیراعظم محمد نواز شریف کنفرنس كښې د اولس مشر رجب طیب اردوان او ترکيه سرمایه کارو هركلے وكړو ۔ ده ووئيل د ميلمنو پھ کنفرنس كښې موجودګی زمونږ لپاره د وياړ وړ خبره ده ، کنفرنس څخه د ترکیه سرمایه کار د موخو څخه استفادہ كولې شي۔ وزیراعظم ستمبر 2013ء كښې استنبول كښې بزنس فورم ته خپل خطاب او دسمبر 2013ء او فروری 2015ء كښې په لاهور او اسلام آباد كښې د فورمز ذکر وكړو۔ دستورې ته په خپل خطاب کښې د ترکيه اولس مشر رجب طیب اردوان ووئيل ترکیه او پاکستان ترمينځه د معیشت او تجارت پشمول د بيلو څانګو اړيكي لا قوي كيږي۔ پاکستان سره هر ډول اړيكو مستحكمولو له لوظي يو۔ ده ووئيل د پاکستان پرمختګ او سوكالي خپل پرمختګ او سوكالي ګڼو۔ د ترکيه اولس مشر د پاك۔چین اقتصادی راهدارۍ پروژې ذکر کولو سره ووئيل دا پروژه د سيمه ايز پرمختګ پروژه ده۔ دې نه وړاندې د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن مفتاح اسماعیل د استقبالیې کلمات كښې ووئيل پاکستان د سرمایه کارۍ موخې لري او حکومت سرمایه کارو له ښه مراعات او چاپيرچل وركوي ۔ مفتاح اسماعیل ووئيل په نړيواله كچه د سختو معاشی حالاتو سره هم پاکستان په سم لوري روان دے ، د درېو كلونو ښه اقداماتو په سوب اقتصادی بحالی او استحکام ممکن شوے ۔ ده ووئيل د ترکيه سرمایه کار زرعی څانګه كښې ویلیو ایډېشن له سرمایه کاری کولې شي ، قدرتی وسائل لټولو كښې هم سرمایه کارو له مراعات وركړې كېږي۔ کنفرنس كښې د پاکستان او ترکیه سرمایہ کارو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو ۔ په دې مهال د کابینې غړي هم موجود وو۔
د ترکيه سرمایه کار او کاروباری شخصيات دې پاکستان كښې د کاروبار ښه چاپيرچل څخه استفادہ وكړي
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز