لاهور 26 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په نړۍ كښې د رامخې ت?? شوې ناامنۍ مذهب سره هېڅ تعلق نشته ٬ ټول مذهبونه د امن پېغام لري خو دلته ا??سان د مذهب په نامه يو بل وژني او د دې ټولو نه زيات سوب په ا??سان كښې پرته كركه ده ٬ په نوي پاكستان كښې هر مذهب لپاره د امن پېغام شته ٬ د حكومت ذمه واري پخپل ځائ٬ خو علماء او مذهبي مشرانو له هم امن او ورورولي لپاره خپل كردار لوبول پكار دې ځك?? چې پاكستان ھغه ځالانده ځائ دے چرت?? چې هر چا ته يو برابر حقونه ترلاسه دي او د خوږ وطن امن لپاره رامخكښې كېږي۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ د مذهبونو ترمېنځه قامي امن كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وړومبۍ مېرمن بېګم عارف علوي ٬ د قامي اسمبلۍ غړې شنیلا روت، د بادشاهي جومات خطیب د عبدالخبیر آزاد پشمول سكه ، عیسائی، هندو، بهائی مذاهب مشرانو ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل دا خبره خوشبينه د?? چې په ا??سنو حالاتو كښې د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره هڅې روانې دي۔ ده ووئيل ما د ټولو مذهبونو مطالعه كړې او ده ا??دازه راته لګېدلې چې ټول مذهبونه د امن پېغام لري خو انسان مذهب خپلو ناوړه مقاصدو لپاره كاروي او په دې بهانه نور انسانان وژني او دا هر څه د انسان دننه د كركې له ا??له كېږي۔ ده ووئيل انسان كښې مينه خواخوږي او د اخلاص جذبه موجود ده خو يو اړخ د كركي او فوبيا هم دے چې په سوب ئې كورنيو كښې هم كركه راپېدا شي۔ ده ووئيل زمونږ نبي محمدۖ عفو او د بخښنې ت??قين كړې٬ له بده مرغه زمونږ په ټولنه كې د سوشل ميډيا له ا??له غيبت زيات شوې د كومې چې په اسلام كښې سخت ممانعت شوې۔ده ووئيل پاكستان د زرګونو په شمېر د ځانونو قربانيو سره ا??تها خوښۍ او ترهګرۍ څخه ډېر څه زده كړې خو ګاٶنډي هېواد هند دې څخه زده كړه نه ده كړې٬ ده ووئېل تشويش لرو چې هند كښې د مذهبي كركې لوبې روانې دي٬ دا لويه ا??ميه ده خو هند په كركه كښې د ټولو وړاندې روان دے۔ ده ووئيل په وزیراعظم عمران خان وياړ لرو چا چې هند ته ښودلې چې پاكستان كښې اقلتيونو سره څنګه سلوك كېږي۔ اولس مشر ووئيل د وړومبي جنګ عظيم نه پس په دوېم جنګ عظيم كښې په كروړونو خلق مړه شوي او انسان انسان تهس نهس كړې د كومې سوب چې د وړومبي جنګ عظيم څخه زده كړه نه كول دي خو دا د مذهب سره هېڅ تعلق نه لري٬ ده ووئېل د مذهب د لارې انسان خدائے پاك موندلې شي۔ ده ووئيل دې صورتحال كښې د مشرانو دا ذمه واري جوړېږي چې ھغوي د خپل قائدانه صلاحتونو د لارې قام يو موټې كولو سره مخ په وړاندې بوځي٬ په نيوزي لېنډ كښې د رامخې ت?? شوې پېښې نه پس د هغه ځائ وزيراعظمې قائدانه طرز عمل خپل كړې٬ سري لنكا كښې د ترسره شوې ترهګرۍ نه پس ځائي اولس مشر سره په فون غمرازي شوې ۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا واضع كړ?? چې پاكستان كښې به هر ډول مذهبي كركه ا??نه زغملې شي۔ كنفرنس ته د بادشاهي مسجد خطيب عبدالخبیر آزاد پشمول مسیحي، هندو، بيهائي مشرانو هم وېنا وكړه ا?? د مذهبونو ترمېنځه په همغږۍ ئې زور رواړو ۔ په دې موقع د هېواد پرمختګ٬ سوكالۍ ٬سلامتيا او استحكام لپاره دعا هم وشوه ۔ په دستوره كښې شمعې بلې كړې شوې چې مقصد ئې نړۍ ته دا پېغام وركول وٶ چې پاكستان امن خوښوي او نړۍ كښې امن غواړي
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د مذهبونو ترمېنځه قامي امن كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : apostas quina